د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو سرپرست وزیر محترم مولوي عبدالکبیر د نیکمرغه لوی اختر په دویمه ورځ په څو ناستو کې د اسلامي امارت د کابینې د یو شمېر غړو سربــــــېره له ګڼ شمېر کسانو سره وکتل.

anwari_morr
دوشنبه ۱۴۰۴/۳/۱۹ - ۹:۱۶
-
 
 
په دغو ناستو کې د کورنیو چارو سرپرست وزیر محترم خلیفه سراج الدین حقاني، د مالیې سرپرست وزیر محترم ملا محمد ناصر اخوند، د عامې روغتیا محترم سرپرست وزیر مولوي نور جلال جلالي، د احصايې او معلوماتو د ملي ادارې عمومي رئیس عبدالقهار حاجي ادریس، د استخباراتو د عمومي ریاست مرستیال ملا تاجمیر جواد، د وزارتونو یو شمېر معینانو، د ولایتونو امنیه قومندانانو، ګڼ شمېر امارتي مسوولینو، علمای کرامو او ولسي کسانو برخه لرله.
د اسلامي امارت چارواکو او مسوولینو د خپلو اړوندو چارو او لاسته راوړنو په یادولو سره وویل، چې حکومتي چارې په ښه ډول د اسلامي امارت له پالیسۍ سره سم پر مخ روان دي.
محترم خلیفه سراج الدین حقاني د اختر په ورځو کې د بشپړ امنیت د ټېنګښت یادونه وکړه او زیاته یې کړه، چې د اسلامي امارت امنیتي ادارې په پوره همغږۍ توانېدلې، چې په ښارونو او لرې پرتو سیمو کې امنیت وساتي.
همدرانګه یو شمېر نورو چارواکو او علمای کرامو د لوی اختر په ورځو کې د بشپړ امن په ټېنګښت خوښي څرګنده کړه او په دې برخه کې یې د اسلامي امارت د مجاهدینو هڅې او بریاوې وستایلې.
محترم مولوي عبدالکبیر د اسلامي امارت چارواکو، مسوولینو، علمای کرامو او عامو هېوادوالو ته ښه راغلاست په ویلو سره هغوی ته د لوی اختر مبارکي وویله.
د مهاجرینو د چارو محترم وزیر وویل، چې اسلامي امارت د امنیت په ټېنګښت کې خپلې ژمنې عملي کړي او د اسلامي نظام له برکه ټول افغانستان امن دی.
محترم مولوي عبدالکبیر د هېواد له شمالي ولایتونو څخه راغلو مخورو ته په وینا کې وویل، چې اسلامي امارت د ستونزو د حل هڅې کوي او اسلامي نظام پر ولس پورې تړاو لري.
محترم وزیر له یو شمېر پوځیانو سره د لیدنې پر مهال د هغوی د هڅو په ستایلو سره وویل، چې اسلامي امارت پر خپلو پوځیانو او د هغوی پر قربانیو ویاړي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۳۱ - ۲۰:۳۱
Background image

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزیر محترم مولوي عبدالکبیر د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د کډوالو د عالي کمېشنرۍ له رییس ښاغلي عرفات جمال سره وکتل

په دې لیدنه کې، چې د افغان راستنېدونکو او کډوالو په اړه خبرې وشوې، ښاغلي عرفات جمال وویل، چې د افغان کډوالو د ستونزو د حل نړۍوال ګروپ مشرتابه د افغان راستنو شویو د ستونزو د حل په موخه د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۳۱ - ۱۶:۳۱
Background image

د مهاجرینو چارو وزارت کې تر دوو میلیونو د زیاتو افغانیو پر ارزښت د همکارۍ پينځه هوکړه‌لیکونه لاسلیک شول

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت د دوه میلیونه ۱۸ زره  او ۱۴۴ امریکايي ډالرو پر ارزښت له اپیک انټرنیشنل، انجمن مهاجرین ‌‌دنمارک در افغانستان، تعلیمي و خیریه افغان بازسازي افغانستان. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۳۰ - ۱۰:۱۲
Background image

د مهاجرینو چارو وزارت مسلکي معین له ترمینال پایتخت کمپ څخه لیدنه وکړه

تېره ورځ د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت مسلکي معین مولوي عبدالرحمن راشد او د لنډمهالې مېشتېدنې کمېټې رییس له مل پلاوي سره د کابل ښار په ۱۷مه ناحیه کې له ترمینال پایتخت کمپ څخه. . .

بېرته خبرونه ته