د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو د وزارت لخوا له کډوالو او بې وزلو سره د مرستې له امله د یو شمېر سوداګرو او پانګوالو ستاینه وشوه.

sadam_morr
چهارشنبه ۱۴۰۳/۱۲/۱ - ۸:۳۶
_
دغه ناسته چې د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت لخوا جوړه شوې وه، حاضرو سوداګرو او د خېریه بنسټونو استازو وویل، چې د تېر په څېر به له کډوالو او اړمنو سره خپلو مرستو ته دوام ورکړي او هڅه به وکړي چې د مرستو کچه لوړه کړي
د دوی په وینا چې د اسلامي امارت په راتګ سره پر داخلي امکاناتو او سرچينو تکیه ډېره شوې او خصوصي سکتور هوډ لري څو د حکومت په همکارۍ له بهره راغلو کډوالو ته د کار زمینه برابره او له ظرفیتونو یې ګټه واخیستل شي.
حاضرو سوداګرو او پانګوالو د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو د وزارت د هڅو په ستایلو سره د ورته ناستو د جوړېدو وړاندېزونه وکړل.
همدرانګه د کډوالو او راستنېدونکو چارو سرپرست وزېر محترم مولوي عبدالکبیر په بېلابېلو برخو کې د افغان پانګوالو او سوداګرو د هڅو په ستایلو سره وویل، چې د ولس او شتمنو کسانو مرستې د کډوالو او بې وزلو د لاس نیوي په برخه کې اغېزمنې دي.
محترم وزېر زیاته کړه، چې اقتصادي پرمختګ او په هېواد کې د کاري فرصتونو رامنځته کول د اسلامي امارت لومړیتوب دی او هڅې روانې دي چې له دې لارې اړمنو ته د ښه ژوند زمینه چمتو شي
محترم مولوي عبدالکبیر د افغان مهاجرینو پر کوربه هېوادونو غږ وکړ چې له افغان کډوالو سره ښه چلند وکړي او د هغوی پر وړاندې له تاوتریخوالي او زیاتي لاس واخلي.
د ناستې پر دوام ښاغلي وزېر د سوداګرو او پانګوالو له هڅو ملاتړ په ډاکه کړ او ډاډ یې ورکړ چې مرستې به یې په شفاف ډول تر اړمنو ورسول شي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۷ - ۱۴:۴۶
Background image

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزیر محترم مولوي عبدالکبیر د پکتیا ولایت له مرستیال والي مولوي انعام الله صلاح الدین سره وکتل

په دې لیدنه کې، چې په پکتیا کې د راستنو شویو په اړه خبرې وشوې، مولوي انعام الله صلاح الدین په یاد ولایت کې د راستنو شویو لپاره د قطر لخوا د استوګنې د یوه ښارګوټي د رغنیزو چارو په اړه. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۷ - ۱۳:۴۶
Background image

مهاجرینو چارو وزارت کې دوه هوکړه‌لیکونه لاسلیک شول

مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت کې له احیای مجدد انصاري برای افغانستان او د کلیو او پرمختیايي پروګرام موسسو سره دوه هوکړه‌لیکونه لاسلیک شول.
دغه هوکړه لیکونه، چې د یو میلیون ۲۳ زره. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۶ - ۱۴:۲۴
Background image

د مهاجرینو چارو وزارت کې نږدې د ۳ میلیونو ډالرو پر ارزښت ۳ هوکړه‌لیکونه لاسلیک شول

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت او د انکشافي و اجتماعي رازي، بشري صلح سازان افغان، دوستي مردم فرانسه با افغان ها موسسو ترمنځ د ۲ میلیونه ۸۹۸ زره او ۹۴۷ امریکايي ډالرو پر ارزښت د. . .

بېرته خبرونه ته