د مهاجرینو او راستنیدونکو چارو وزیر د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمشنرۍ (UNHCR) له مشر سره ولیدل

sadam_morr
چهارشنبه ۱۴۰۱/۱/۲۴ - ۸:۳۸
__________
د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزیر الحاج خلیل الرحمان حقاني د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د کډوالو په چارو کې د عالي کمشنرۍ (UNHCR) له مشر ښاغلی لیونارد زولو سره په خپل کاري دفتر کې ولیدل
په دغه ناسته کې د راستنېدونکو او داخلي بې ځایه شوو لپاره په راتلونکو پلانونو او ګډه همکارۍ خبرې وشوې
ښاغلي زولو وویل: مونږ غواړو د کډوالو او راستنیدونکو چارو وزارت سره په ګډه کار وکړو او د خدمتونو وړاندې کولو لپاره ښې لارې چارې پیدا کړو
همدا راز په نږدې راتلونکې کې د (۵۵) ښارګوټو چې مخکی لومړیتوب ورکړل شوی و، نور ښارګوټي هم د مهاجرینو او راستنیدونکو چارو وزارت سره په ګډه انتخاب او د لومړیتوب په ساحو کې ور اضافه کړو، چې پکې به د ژوند لومړنۍ اسانتیاوې برابرې کړو
نوموړي زیاته کړه، چې ماته لارښوونه شوې، چې په دفتر کې تم نه شم، او باید لرې پرتو سیمو ته لاړ شم ترڅو اړمن خلک او د هغوی اړتیاوې معلومې کړم
ښاغلي حقاني د ښه راغلاست ترڅنګ ددوی له همکاریو مننه وکړه او زیاته یې کړه، چې سږکال به په ډیر زیات تعداد مهاجرین هیواد ته راستانه شي، دوی سره باید د تعلیم، صحت، پاکو اوبو او نورو اسانتیاوو ترڅنګ په داسې ډول مرسته وشي، چې په خپلو پښو ودریږي
ښاغلي حقاني د میرمنو لپاره په حرفوي زدکړو او ځان بساینې پروژو هم ټینګار وکړ
د مهاجرینو او راستنیدونکو چارو وزارت مرستیال محمد ارسلاح خروټي وویل: له ایران او پاکستانه د راستنېدونکو کډوالو سره چې کومه نقدی مرسته کیږي ډېره کمه ده، باید کم نه کم ۱۰۰۰ ډالر مرسته د هرکس سره وشي ترڅو پرې د یو وړوکي روزګار جوړولو تر څنګ دیوې سرپناه د جوړولو وړتیا ولري

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۷ - ۱۴:۴۶
Background image

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزیر محترم مولوي عبدالکبیر د پکتیا ولایت له مرستیال والي مولوي انعام الله صلاح الدین سره وکتل

په دې لیدنه کې، چې په پکتیا کې د راستنو شویو په اړه خبرې وشوې، مولوي انعام الله صلاح الدین په یاد ولایت کې د راستنو شویو لپاره د قطر لخوا د استوګنې د یوه ښارګوټي د رغنیزو چارو په اړه. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۷ - ۱۳:۴۶
Background image

مهاجرینو چارو وزارت کې دوه هوکړه‌لیکونه لاسلیک شول

مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت کې له احیای مجدد انصاري برای افغانستان او د کلیو او پرمختیايي پروګرام موسسو سره دوه هوکړه‌لیکونه لاسلیک شول.
دغه هوکړه لیکونه، چې د یو میلیون ۲۳ زره. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۶ - ۱۴:۲۴
Background image

د مهاجرینو چارو وزارت کې نږدې د ۳ میلیونو ډالرو پر ارزښت ۳ هوکړه‌لیکونه لاسلیک شول

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت او د انکشافي و اجتماعي رازي، بشري صلح سازان افغان، دوستي مردم فرانسه با افغان ها موسسو ترمنځ د ۲ میلیونه ۸۹۸ زره او ۹۴۷ امریکايي ډالرو پر ارزښت د. . .

بېرته خبرونه ته