د مهاجرینوو او راستنېدونکو چارو وزارت د حج غوښتونکو مهاجرینو پچه اچونه ترسره کړه

anwari_morr
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۸ - ۱۳:۷
_

د هغو ۳۰۰ تنو مهاجرینو پچه اچونه، چې په ایران، پاکستان او نورو هېوادونو کې اوسېږي او د فرضي حج د ادا کولو لپاره یې نوملیکنه کړې وه، د یاد وزارت د مالي او اداري معین، مرکزي رییسانو، د چارو عمومي ادارې او د دعوت او ارشاد وزارت استازو په شتون کې د وزارت د غونډو په تالار کې ترسره شوه.
په پیل کې مالي او اداري معین ښاغلي شیخ کلیم الرحمن فاني وویل: خوښ یوو، چې نن په داسې برکتناکه غونډه کې ګدون لرو، چې په هغې کې مهاجرینو لپاره  د الهي فریضې د ادا کولو په موخه پچه اچونه کېږي.
محترم فاني زیاته کړه، چې د الله ج فضل او نعمت په مال او شتمنۍ نه، بلکې د حرمین او شریفین په زیارت کولو حاصلیږي. ريښتینې توګه حج یوه لویه فریضه او پاک الهي فرمان دی، چې د انسان په ژوند کې ښه او معجزه‌يي بدلون راولي.
وروسته د اتشو د انسجام چارو رییس مولوي احمدالله احمدي د حجیانو د موضوع او سهمیې په اړه معلومات ورکړل او ویې ویل: د څه باندې ۳ زرو حاجیانو له ډلې یې نن د ۳۰۰ تنو پچه اچونه کېږي، چې ایران، پاکستان او ځينو نور هېوادونو کې مېشت دي.
تر پچې اچونې  وروسته د دغو کسانو له ډلې ۱۲۰ تنه له ایرانه، ۱۰۵ تنه له پاکستانه او ۷۵ تنه له نورو هېوادونو غوره کېږي او د حج او اوقافو وزارت ته به ور وپېژندل شي.
د یادولو ده، چې په تېرو څلور لسیزو کې افغان مهاجرین د دغې فریضې له ادا کولو بې برخې وو، خو د اسلامي امارت په راتګ سره ورته سهمیه ځانګړې او د یادې فریضې له ادا کولو برخمن شوي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۳۰ - ۱۵:۳۵
Background image

په کابل ښار کې راستنو شویو او بېځایه شویو کورنیو ته د خوراکي توکو وېش پیل شو


د روانې میاشتې په ۳۰مه، په کابل ښار کې ۳زره راستنو شویو، بېځایه شویو او اړمنو کورنیو ته د خوراکي توکو وېش پیل شو.
د دغو مرستو لومړی پړاو ۴۰۰ راستنو شویو کورنیو ته، چې د مهاجرینو چارو. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۹ - ۱۴:۳۶
Background image

د مهاجرینو چارو وزیر د اوبو او انرژۍ وزارت له مرستیال سره وکتل

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزیر محترم مولوي عبدالکبیر د اوبو او انرژۍ وزارت له مرستیال محترم انجنیر مجیب الرحمن عمر اخندزاده سره وکتل.
په دغې لیدنه کې راستنو شویو ته په ښارګوټو کې د. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۸ - ۱۵:۲۰
Background image

په مهاجرینو چارو وزارت کې د ښوونیزو اړتیاوو د ارزونې برنامه ترسره شو

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت د غونډو په تالار کې د ښوونیزو اړتیاوو د ارزونې برنامه ترسره شوه. د دغې برنامې موخه د ښوونیزو اړتیاوو لومړیتوب ټاکل او د یاد وزارت د کارکوونکو د. . .

بېرته خبرونه ته