د مهاجرينو چارو وزارت کې  د پلان د ډولو نو په اړه ورکشاپ ترسره شو

sadam_morr
سه‌شنبه ۱۴۰۱/۱۰/۲۰ - ۱۴:۹
-

په دغه ورکشاپ کې د  مهاجرينو چارو وزارت  چارواکو ، مسؤلينو او يوشمېر کارو کوونکو  د پلان د جوړولو او دهغه د چمتو کولو په لارو چارو خبرې وکړې.

د ورکشاپ په پيل کې د مهاجرينو او راستنېدونکو چارو وزير الحاج خليل الرحمن حقان ی او مالي او اداري مرستيال الحاج محمد ارسلاح خروټي د موضوع په اړه خبرې وکړې.

د مهاجرينو چارو وزير وويل، بغير له پلان نه د ادارې فعاليتونه نامکين دي اود  بنسټيز اړتياوې د پوره کولو لپاره هغه څه، چې  لازم دي  په لنډمهالي او اوږد مهالي پلانونو کې شاملې شي.

هغه د وزارت د مسؤلينو او کار کوونکو څخه غوښتنه وکړه، چې د پلان په جوړولو کې له پوره دقت څخه کار واخلي، له يوبل سره مشورې وکړي او هغه څه چې ترسره کوي يې  شفاف او اغېزمن وي.

همدارنګه مالي او اداري مرستيال الحاج محمد ارسلاح خروټي د موضوع په اړه خبرې وکړې ويې ويل، زموږ په ميليونونو هېوادوال د مهاجرت شپې سباکوي او همدارنګه  ميليونونه هېواد وال مو  بېځايه شوي چې له يوشمېر  ستونزو سره مخ دي، دوی ته د خدماتو د وړاندې کولو او د ستونزو دحل لپاره  لپاره د يو منظم او دقيق پلان لرل اړين دي.

هغه زياته کړه، موږ نه شوو کولای چې خپل اهداف له پلان پرته او ياهم په نيمګړي پلان سره ترلاسه کړو، نو موږ بايد د شته پلانونو په نظر کې نيولو او د هغو نميګړتياوو ته په پام سره نوي پلانونه جوړ او تنظيم کړو او د وزارت د ټولو څانګو د پلانونو په جوړولو کې د پلان او پالېسۍ رياست همکاري اړينه ده.

په پای کې د دوکتور محمد روحاني له لورې د ورکشاپ ګډنوالو ته  د پلان د  ډولونو، د هغه د برخو، د هغو اساسي ټکوپه اړه  چې بايد د پلان په جوړولو کې په نظر کې ونيول شي او يوشمېر نورو ځانګړتياوو په اړه معلومات وړاندې شول.

ورکشاپ د ګډنوالو د سوالونو په ځوابولو او د پلان جوړونې په اړه د نظرونو په وړاندې کولو سره پای ته ورسېده.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۸/۳ - ۱۰:۲۴
Background image

په ترکیه کې د مېشتو افغان کډوالو استازو د مهاجرینو چارو وزارت له لېږل شوي پلاوي سره وکتل

ترکیې هېواد ته د مهاجرینو چارو وزارت د مقام دفتر رییس ښاغلي مولوي سعید احمد بنوري پر مشرۍ، د یاد وزارت او بهرنیو چارو وزارت د لېږل شوي ګډ پلاوي د لیدنو په لړ کې دا ځل د ترکیې په انقره. . .

شنبه ۱۴۰۵/۸/۲ - ۲۱:۱۴
Background image

د مهاجرینو چارو وزیر له پخوانیو جهادي مشرانو او د تېرې ادارې له مسوولینو سره وکتل

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزیر محترم مولوي عبدالکبیر نن په خپل کاري دفتر کې له څو تنو پخوانیو جهادي مشرانو او د تېرې ادارې له مسوولینو سره وکتل.

په پیل کې راغلو حاضرینو او مشرانو. . .

شنبه ۱۴۰۵/۸/۲ - ۱۵:۱۸
Background image

له څلورو موسسو سره د شاوخوا ۲۰میلونو افغانیو او لسګونو زرو ډالرو پر ارزښت هوکړه لیکونه لاسلیک شول

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت کې له کوار، د افغان ماشومانو لپاره د المان کمېټه، بشري خیریه او د کلیو بیا رغونې پرمختیايي برنامې موسسو سره د ۱۹ میلیونو ۹۴۳ زره ۹۳۸ افغانیو او ۶۰. . .

بېرته خبرونه ته