د مهاجرينو چارو وزارت پلاوی د جوزجان ولایت د مهاجرینو ریاست چارې وارزولې
د مهاجرينو چارو وزارت د مسلکي مرستیال مولوي عبدالرحمن راشد په مشرۍ ددغه وزارت پلاوی د جوزجان ولایت د مهاجرینو ریاست چارې وارزولې.
د جوزجان ولایت د مهاجرينو چارو رييس مولوي امان الله طلحه د یاد ریاست د ترسره شوو کړنو او فعالیتونو په اړه د وزارت پلاوي ته معلومات ورکړل او د وزارت څخه یې د یو شمېر ستونزو د حل غوښتنه وکړه.
ورپسې پلاوی د یاد ریاست چارې وارزولې او دچارو د لا ښه والي په موخه يې ورته لازمې سپارښتنې وکړې.