د مهاجرينو چارو وزارت مسلکي مرستیال د کندهار والي سره وکتل

sadam_morr
پنجشنبه ۱۴۰۳/۹/۸ - ۱۰:۱۹

 د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت مسلکي مرستیال الحاج مولوي عبدالرحمن راشد د کندهار ولایت له والي ملا شیرین سره وکتل.
 په دې کتنه کې له مسلکي مرستیال سره د کندهار ولايت د مهاجرينو چارو رييس مولوي بادام، د وزارت د حقوقي ملاتړ رییس الحاج غلام نبي الله داد خېل ستانکزی او د وزارت د تخنيکي ټيم غړي هم مل وو، چې د مهاجرينو د ستونزو د حل او په دغه ولایت کې د داخلي بېځایه شویو په اړه خبرې پکې وشوې.
 په دې کتنه کې د کندهار والي ښاغلي راشد ته د بېځایه شویو او مهاجرینو د ستونزو د حل په برخه کې د خپلې همکارۍ ډاډ ورکړ.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۳۱ - ۱۴:۳۱
Background image

د مهاجرینو چارو وزارت او د کډوالۍ نړۍوال سازمان ترمنځ ناسته وشوه

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت د دفتر رییس مولوي سعید احمد بنوري په مشرۍ د همکارۍ او د کډوالو ستونزو حل په موخه د کډوالۍ د نړۍوال سازمان له استازی سره ناسته وشوه.
په دغې ناسته کې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۳۱ - ۱۱:۴۷
Background image

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزیر محترم مولوي عبدالکبیر د لويې پکتیا د جهادي څېرې او قومي مخور حاجي عبدالرحمن ځدراڼ په ملتیا له ځینو قومي مشرانو سره وکتل.

دغو قومي مخورو او مشرانو د ولس د ستونزو په حل کې، د اسلامي امارت هڅو ته په اشارې سره وویل، چې د راستنو شویو د غوښتنو او وړاندېزونو پر بنسټ ګڼو اړمنو کورنیو ته د خوارکي او سرپنا په برخه. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۳۰ - ۱۵:۳۵
Background image

په کابل ښار کې راستنو شویو او بېځایه شویو کورنیو ته د خوراکي توکو وېش پیل شو


د روانې میاشتې په ۳۰مه، په کابل ښار کې ۳زره راستنو شویو، بېځایه شویو او اړمنو کورنیو ته د خوراکي توکو وېش پیل شو.
د دغو مرستو لومړی پړاو ۴۰۰ راستنو شویو کورنیو ته، چې د مهاجرینو چارو. . .

بېرته خبرونه ته