د مهاجرينو چارو وزارت مسلکي مرستيال په کابل کې د مهاجرت نړيوال سازمان له مسؤلې سره ليدنه وکړه

anwari_morr
چهارشنبه ۱۴۰۱/۹/۱۶ - ۱۵:۴۳
---

 مهاجرينو او راستنېدونکو چارو وزارت مسلکي مرستيال مولوي عبدالرحمن راشد په افغانستان کې د مهاجرت نړيوال سازمان  د ماموريت له رئيسې   ماريا مسيتا سره ليدنه وکړه او د دواړو ادارو په لا همغږۍ يې خبرې وکړې.

دغه ليدنه چهارشنبه د ليندۍ په (۱۶) مه د مسلکي مرستيال په کاري دفتر کې تر سره شوه، چې پکې د بيا يوځای کېدو رئيس، د وزارت د برنامو ارشد مدير او د (iom) ادارې يوشمېر مسؤلينو شتون درلود.

د مهاجرينو چارو وزارت مسلکي مرستيال په ناسته کې د دواړو ادارو په لا همغږۍ  او همکارۍ ټينګار وکړ ويې ويل، چې هغه افغان مهاجر چې له ترکيې هېواد څخه راستنېږي او د کابل هوايي ډګر څخه هېواد ته راځي مرستو ته اړتيا لري  او د مهاجرينو چارو وزارت بايد د (iom) دفتر سره په همغږۍ هغوی ته رسيدګي وکړي.

هغه همدارنګه د دواړو ادارو ترمنځ د هوکړه ليک لاسليکول اړمنو کورنيو ته د خدماتو د وړاندې کولو په برخه کې مهم وباله.

په کابل کې د مهاجرت نړيوال سازمان (iom) مسؤلې  هغو راستنېدونکو ته د مرستو رسولو په برخه کې چې د کابل هوايي ډګر څخه  هېواد ته راستنېږي  وويل، چې له ترکيې څخه يو شمېر کوچنيان راستنېږي چې په افغانستان کې د هغوی د کورنيو پيدا کول ستونزمن دي، نو د مهاجرت نړيوال سازمان د (unicef) او کار او ټولنيزو چارو وزارت  په مرسته  د وی ته د لاسرسي د څرنګوالي په اړه خبرې کړي، چې په دې برخه کې به يوه عملي برنامه جوړه شي.

نوموړې زياته کړه چې اړمنو کورنيو ته د غوره خدماتو رسولو لپاره اړتيا ده، چې د افغانستان دولت له لورې د (iom) د کار کوونکو امنتيت تامين شي.

د مهاجرينو چارو وزارت مسلکي مرستيال په دې  اړه وويل، چې د ا.ا  امارت له لورې په ټول هېواد کې امنيت تامين دی او که کومه ستونزه موجود وي دغه وزارت سره دې شريکه شي تر څو د کورنيو چارو وزارت له  طريقه  ورته رسيدګي وشي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۸/۳ - ۱۰:۲۴
Background image

په ترکیه کې د مېشتو افغان کډوالو استازو د مهاجرینو چارو وزارت له لېږل شوي پلاوي سره وکتل

ترکیې هېواد ته د مهاجرینو چارو وزارت د مقام دفتر رییس ښاغلي مولوي سعید احمد بنوري پر مشرۍ، د یاد وزارت او بهرنیو چارو وزارت د لېږل شوي ګډ پلاوي د لیدنو په لړ کې دا ځل د ترکیې په انقره. . .

شنبه ۱۴۰۵/۸/۲ - ۲۱:۱۴
Background image

د مهاجرینو چارو وزیر له پخوانیو جهادي مشرانو او د تېرې ادارې له مسوولینو سره وکتل

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزیر محترم مولوي عبدالکبیر نن په خپل کاري دفتر کې له څو تنو پخوانیو جهادي مشرانو او د تېرې ادارې له مسوولینو سره وکتل.

په پیل کې راغلو حاضرینو او مشرانو. . .

شنبه ۱۴۰۵/۸/۲ - ۱۵:۱۸
Background image

له څلورو موسسو سره د شاوخوا ۲۰میلونو افغانیو او لسګونو زرو ډالرو پر ارزښت هوکړه لیکونه لاسلیک شول

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت کې له کوار، د افغان ماشومانو لپاره د المان کمېټه، بشري خیریه او د کلیو بیا رغونې پرمختیايي برنامې موسسو سره د ۱۹ میلیونو ۹۴۳ زره ۹۳۸ افغانیو او ۶۰. . .

بېرته خبرونه ته