د مهاجرينو چارو وزارت له لارې  زره  تنه افغان مهاجرين  د حج د فريضې لپاره  سعودي عربستان ته ځي

sadam_morr
پنجشنبه ۱۴۰۲/۲/۲۸ - ۱۱:۵۵
-

بيت الله شريف ته د حج د فريضې د ادا کولو لپاره د  (۱۰۰۰) تنو جاجيانو قرعه کشي د مهاجرينو چارو د وزير الحاج خليل الرحمن حقاني له  لورې د يو لړ مراسمو په ترڅ کې ترسره  شوه.
د مراسمو په پيل کې د مهاجرينو چارو وزارت  ارشد سلاکار مفتي محمود ذاکري د پېغمبرانو په زمانه کې د قرعه کشۍ د شاليد په اړه معلومات ورکړل. وروسته  د مهاجرينو چارو وزير د حج غوښتونکو د ټاکلو پرڅرنګوالي خبرې وکړې ويې ويل، په ټولو کې د حج لپاره  (۴۵۰۵) تنو نومليکنه کړې وه، چې  د حج او اوقافو وزارت له لورې دغه وزارت ته  زر  تنه سهميه ورکړل شوې وه.
ښاغلي حقاني وويل، د  شفافيت او د فساد د مخنيوي په موخه يې  د چارو ادارې،  حج او اوقافو وزارت او  راستنېدو ته د هڅونې رياست د مسؤلينو او کار کوونکو په ګډون يوه کمېټه جوړه کړې او په پام کې ده چې د ايران، پاکستان او يوشمېر نورو هېوادونو څخه (۱۰۰۰) تنه  مهاجرين د قرعه کشۍ له لارې و ټاکل شي.
د هغه په  خبره هغه کسان، چې نومونه يې د قرعه کشۍ له لارې را وتلي، هېواد ته به راځي او د  اداري مراحلو د بشپړېدو وروسته به سعودي عربستان ته ځي.
ورپسې مالي او اداري مرستيال الحاج محمد ارسلاح خروټي د پروسې د پيل او جريان په اړه خبرې وکړې او د يادې کمېټې له غړو او په بهر کې د مهاجرينو د اتشې څخه مننه وکړه، چې  په لنډ وخت کې يې دغه پروسه  ترسره کړې ده.
همدارنګه د چارو ادارې او د حج او اوقافو وزارت  استازو هم د موضوع اړوند خبرې وکړې او په دې برخه کې يې د مهاجرينو چارو وزارت د هڅو ستاينه وکړه.
 وروسته د مهاجرينو چارو وزارت  د رهبرۍ هيئت او د ټاکل شوې کمېټې  په شتون کې  قرعه کشي د مهاجرينو چارو وزارت د وزير له لورې  شروع شوه.

تازه خبرونه

جمعه ۱۴۰۴/۴/۲۰ - ۲۰:۴۱
Background image

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو سرپرست وزیر محترم مولوي عبدالکبیر د ننګرهار د مومندرې ولسوالۍ له څو تنو قومي مشرانو او مخورو سره وکتل.

راغلو مشرانو او قومي مخورو په ننګرهار کې د ولس او ځايي ادارو تر منځ اړیکو ته په اشارې سره د اوسنیو ځايي مسوولینو له کړنو خوښي څرګنده کړه او زیاته یې کړه، چې په ننګرهار کې وړ کسان. . .
پنجشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۹ - ۲۰:۴۱
Background image

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو سرپرست وزیر محترم مولوي عبدالکبیر په کابل کې د ایران له سفیر ښاغلي عليرضا بیګدلي سره وکتل.

 
 
په دې ناسته کې چې یوه پلاوي د ښاغلي بیګدلي ملتیا کوله، په ایران کې د افغانانو پر وضعیت او له هغه هېواد څخه د راستنېدونکو افغانانو د پیل شوې جوپې په اړه خبرې او بحث. . .
چهارشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۸ - ۱۰:۵۶
Background image

د كډوالو او راستنېدونکو چارو سرپرست وزیر محترم مولوي عبدالکبیر د پکتیا د روحاني بابا ولسوالۍ له څو تنو قومي مشرانو او مخورو سره وکتل.

راغلو مشرانو او مخورو روحاني بابا ولسوالۍ ته له پاکستان څخه د راستنو شویو هېوادوالو د وضعیت او مېشتېدو په اړه له محترم مولوي عبدالکبیر ته معلومات ورکړل.
دغو مخورو وویل، چې راستانه شوي. . .

بېرته خبرونه ته