د مهاجرينو چارو وزارت د مسلکي مرستيال په مشرۍ د جبري راستنېدونکو  د استوګنې د موقتي کمېټې ناسته د قندهار ولايت د اجرايوي کمېټې سره  تر سره شوه

anwari_morr
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۸/۲ - ۱۴:۵۹
-

د مهاجرينو چارو وزارت د مسلکي مرستيال او د جبري راستنېدونکو د استوګنې د موقتي کمېټې رئيس مولوي عبدالرحمن راشد د قدهار ولايت په سپين بولدک کې د اجرايوي کمېټې سره ناسته وکړه.
په دې ناسته کې د قندهار ولايتي اجرايوي کمېټې مسؤلينو د سپين بولدک د صفري نقطې تر څېرمه د انتظار خونې او تشنابونو د جوړېدو، د تخته پول ولسوالۍ کې د موقتي کمپ د جوړېدو او په دغه ولايت کې د راستنېدونکو د وضعيت په اړه معلومات ورکړل او د حل په موخه يې خپل وړانديزونه وړاندې کړل.
د جبري راستېدونکو د استوګنې موقتې کمېټې په ياده سيمه کې د انتظارګاه، تشنابونو او د موقتي کمپ د جوړېدو د کار پر چټکتيا ټينګار وکړ او د مطرح شوو ستونزو د حل ډاډ يې ورکړ.
د مهاجرينو چارو وزارت د مسلکي مرستيال مولوي عبدالرحمن راشد په مشرۍ د جبري راستنېدونکو د استوګنې موقته کمېټه  پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت، د کرنې اوبو لګولو او مالدارۍ، د کليو پراختيا او د روغتيا وزارتونو او افغان سرې میاشتې مرستيالانو د رياست الوزرا د مقام د لار ښوونې پر بنسټ د اجباري راستنېدونکو وضعيت ته د رسېدو له پاره ټاکل شوي دي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۳۱ - ۱۴:۳۱
Background image

د مهاجرینو چارو وزارت او د کډوالۍ نړۍوال سازمان ترمنځ ناسته وشوه

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت د دفتر رییس مولوي سعید احمد بنوري په مشرۍ د همکارۍ او د کډوالو ستونزو حل په موخه د کډوالۍ د نړۍوال سازمان له استازی سره ناسته وشوه.
په دغې ناسته کې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۳۱ - ۱۱:۴۷
Background image

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزیر محترم مولوي عبدالکبیر د لويې پکتیا د جهادي څېرې او قومي مخور حاجي عبدالرحمن ځدراڼ په ملتیا له ځینو قومي مشرانو سره وکتل.

دغو قومي مخورو او مشرانو د ولس د ستونزو په حل کې، د اسلامي امارت هڅو ته په اشارې سره وویل، چې د راستنو شویو د غوښتنو او وړاندېزونو پر بنسټ ګڼو اړمنو کورنیو ته د خوارکي او سرپنا په برخه. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۳۰ - ۱۵:۳۵
Background image

په کابل ښار کې راستنو شویو او بېځایه شویو کورنیو ته د خوراکي توکو وېش پیل شو


د روانې میاشتې په ۳۰مه، په کابل ښار کې ۳زره راستنو شویو، بېځایه شویو او اړمنو کورنیو ته د خوراکي توکو وېش پیل شو.
د دغو مرستو لومړی پړاو ۴۰۰ راستنو شویو کورنیو ته، چې د مهاجرینو چارو. . .

بېرته خبرونه ته