د مهاجرينو چارو وزارت او (JRS) موسسې ترمنځ د همکاريو هوکړه ليکونه لاسليک شول

sadam_morr
یکشنبه ۱۴۰۱/۱۰/۲۵ - ۱۴:۴۱
_

د مهاجرينو چارو وزارت د مرغومي په ( ۲۵) مه د (JRS) موسسې سره د همکاريو دوه هوکړه ليکونه لاسليک کړل.

د لاسليک شوو هوکړه ليکو نو پر بنسټ به ياده موسسه د ( ۶) سوه، ( ۱۳) زره او (۴۹۹) امريکايي ډالرو په ارزښت  په هرات کې ( ۱۴۸۹) ماشومان، او په کابل کې ( ۱۹۱۰) ماشومان، چې د زده کړو څخه وروسته پاتې او له ستونزو سره مخ دي د پوهنې وزارت د نصاب مطابق له لومړي ټولګي څخه تر شپږم ټولګي پورې زده کړې ورکوي.

همدارنګه ياده موسسه به د ماشومانو د اړتيا وړ کتابچې او کتابونه برابروي او د زده کړو ترڅنګه به ورته روغتيايي مشورې هم ورکوي.

ياده پروژه به د يوکال لپاره په ذکر شوو ولايتونو کې د مهاجرينو چارو وزارت د رياستونو ترڅانې لاندې پلي کېږي.

ياد هوکړه ليکونه د مهاجرينو چارو وزارت د مرستو د همغږۍ رئيس مولوي عبدالرحمن راشد او (JRS) موسسې د استازي ترمنځ لاسليک شول.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۴/۲۲ - ۱۵:۳۳
Background image

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو سرپرست وزیر محترم مولوي عبدالکبیر په خپل کاري دفتر کې په کندز کې د اسلامي امارت له څلور تنو ډلګۍ مشرانو سره وکتل.

 
په دې ناسته کې حاضرو ډلګۍ مشرانو په اسلامي نظام کې خپلو مسوولیتونو او لاسته راوړنو ته په اشارې سره وویل، چې د اسلامي امارت د مجاهدینو هیلې پوره شوې او اوس د اسلامي نظام د. . .
شنبه ۱۴۰۴/۴/۲۱ - ۲۰:۴۶
Background image

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو سرپرست وزیر محترم مولوي عبدالکبیر په خپل کاري دفتر کې د پاکستان په کراچې ښار کې د اسلامي امارت له سركونسل مولوي عبدالجبار تخاري سره وکتل.

په دې لیدنه کې چې له مولوي عبدالجبار تخاري سره د کډوالو څو تنو افغان فعالانو هم ملتیا کوله وې وویل، چې تر دې مهاله د پاکستان د کراچۍ ښار له بندخونو ۴۵۰۰ افغانان راخوشي شوي او. . .
جمعه ۱۴۰۴/۴/۲۰ - ۲۰:۴۱
Background image

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو سرپرست وزیر محترم مولوي عبدالکبیر د ننګرهار د مومندرې ولسوالۍ له څو تنو قومي مشرانو او مخورو سره وکتل.

راغلو مشرانو او قومي مخورو په ننګرهار کې د ولس او ځايي ادارو تر منځ اړیکو ته په اشارې سره د اوسنیو ځايي مسوولینو له کړنو خوښي څرګنده کړه او زیاته یې کړه، چې په ننګرهار کې وړ کسان. . .

بېرته خبرونه ته