د مهاجرينو چارو وزارت او د ژغورنې نړيوالې کمېټې ترمنځ د همکاريو هوکړه ليک لاسليک شو

sadam_morr
دوشنبه ۱۴۰۲/۴/۱۹ - ۱۱:۳۵
_

د مهاجرينو چارو وزارت او د ژغورنې نړيوالې کمېټې ترمنځ د چنګاښ په (۱۹) مه د همکاريو هوکړه ليک لاسليک شو.
د لاسليک شوي هوکړه ليک مالي لګښت (۷)  سوه، (۵۵) زره او (۱۷۱) امريکايي ډالره دی، چې له مخې به يې  په هرات، لغمان، خوست او ننګرهار ولايتونو کې (۲) زره او (۵۰۰) کورنيو سره د ټولنيزو کمېټود رامنځ ته کولو، د مستحقينو سروې، نغدي مرستو او د عام المنفعه پروژو د پلي کولو په برخه کې  مرستې وشي.
ياد هوکړه ليک د مهاجرينو چارو وزارت د حقوقي سلاکار او د پلان او پالېسۍ سرپرست مرستيال مولوي محمود الحق احدي  او د ژغورنې نړيوالې کمېټې د مسؤل ترمنځ لاسليک شو.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۳۱ - ۱۴:۳۱
Background image

د مهاجرینو چارو وزارت او د کډوالۍ نړۍوال سازمان ترمنځ ناسته وشوه

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت د دفتر رییس مولوي سعید احمد بنوري په مشرۍ د همکارۍ او د کډوالو ستونزو حل په موخه د کډوالۍ د نړۍوال سازمان له استازی سره ناسته وشوه.
په دغې ناسته کې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۳۱ - ۱۱:۴۷
Background image

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزیر محترم مولوي عبدالکبیر د لويې پکتیا د جهادي څېرې او قومي مخور حاجي عبدالرحمن ځدراڼ په ملتیا له ځینو قومي مشرانو سره وکتل.

دغو قومي مخورو او مشرانو د ولس د ستونزو په حل کې، د اسلامي امارت هڅو ته په اشارې سره وویل، چې د راستنو شویو د غوښتنو او وړاندېزونو پر بنسټ ګڼو اړمنو کورنیو ته د خوارکي او سرپنا په برخه. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۳۰ - ۱۵:۳۵
Background image

په کابل ښار کې راستنو شویو او بېځایه شویو کورنیو ته د خوراکي توکو وېش پیل شو


د روانې میاشتې په ۳۰مه، په کابل ښار کې ۳زره راستنو شویو، بېځایه شویو او اړمنو کورنیو ته د خوراکي توکو وېش پیل شو.
د دغو مرستو لومړی پړاو ۴۰۰ راستنو شویو کورنیو ته، چې د مهاجرینو چارو. . .

بېرته خبرونه ته