د مهاجرينو چارو او پوهنې وزارت ترمنځ د همکاريو هوکړه ليک لاسليک شو

sadam_morr
دوشنبه ۱۴۰۱/۹/۲۸ - ۱۱:۵۸
-

د مهاجرينو او راستنېدونکو چارو وزير الحاج خليل الرحمن حقا.ني او د پوهنې وزير الحاج مولوي حبيب الله آغا يکشنبه د ليندۍ په (۲۷) مه د همکاريو هوکړه ليک لاسليک کړ، چې له مخې به يې د دواړو ادارو ترمنځ همکاري په ليکلي ډول دوام ومومي.

دياد هوکړه ليک د لاسليک موخه د مهاجرت څخه هېواد د راستنېدونکو زده کوونکو لپاره د ښوونې او روزنې زمينه برابرول او همدارونګه د هغه ښوونځيو نه څارنه چې د هېواد په  يوشمېر سيموکې د نړيوالو بنستونو له لورې جوړېږي.

د مهاجرينو او راستنېدونکو چارو وزير د دغه هوکړه ليک د لاسليکولو پر مهال د راستنېدونکو زده کوونکو د ښوونې او روزنې  پر دوام ټينګار وکړ ويې ويل، د هوکړه ليک په لاسليکولو سره به راستنېدونکو زده کووونکو ته د زده کړو په برخه کې اسانتياوې رامنځ ته شي د راستنېدونکو د اسنادو د ثبتولو په طی مراحلو کې د وخت د ضايع کېدو د مخنيوي لپاره اړينه ده، چې د ښوونځيو د جوړولو لپاره ځانګړې شوې بوديجه وکارول شي، چې دا  په هېواد کې د ننه د ښوونځيو د ودانيو د ښه څارنې په برخه کې د اهميت وړ ده.

د پوهنې وزير ددې ګډې پرېکړې د هرکلي پر مهال وويل، له دې هوکړه ليک سره به له يوې خوا د راستنېدونکو زده کوونکو لپاره د زده کړې او روزنې زمينه برابره شي او له بلې خوا به په ولايتونوکې د ښوونځيو د جوړولو د پروژو په پلي کولو سره په لويه کچه د زده کړو زمينه برابره شي او په هېواد کې به  بې روزګاره کسانو ته  د کار زمينه برابره شي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۴/۲۵ - ۹:۱۵
Background image

له ګاونډیو هېوادونو څخه راستنو شوو هېوادوالو ته د کارموندنې کمیټې نوبتي ناسته وکړه

په دې ناسته کې د کډوالو او راستنېدونکو چارو، اقتصاد، صنعت او سوداګرۍ، کرنۍ مالدارۍ او اوبو لګولو، او کار او ټولنیزو چارو وزارتونو ګډون کړی وو، د کار رامنځته کولو لړۍ پر چټکتیا او. . .
چهارشنبه ۱۴۰۴/۴/۲۵ - ۷:۵۶
Background image

د کډوالو چارو وزارت د همکارۍ یو هوکړه لیک لاسلیک کړو

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت او ډنمارک د مهاجرینو ټولنې ترمنځ د ۷۰۰ زره امریکایي ډالرو په ارزښت یو هوکړه لیک لاسلیک شو.
د یاد شوي هوکړه لیک په اساس به نوموړې اداره یادې پیسې په. . .
چهارشنبه ۱۴۰۴/۴/۲۵ - ۷:۵۴
Background image

په کابل ښار کې لسګونو راستنېدونکو کورنیو د خوراکي او غیر خوراکي توکو مرستې تر لاسه کړې

په کابل ښار کې د ایران هېواد څخه په جبري توګه راستنو شویو ۵۰ کورنیو ته خوراکي او غیر خوراکي توکو مرستې ووېشل شوې.
دا مرستنې، چې د سیلاب خیریه بنسټ له لوري وې، چې په دغو مرستو کې یوه. . .

بېرته خبرونه ته