د مهاجرينو او راستنېدونکو چارو سرپرست وزیر د سويل ختيځ زون د قومي شخړو د هواري شورا سره د قومي شخړو د هواري په موخه غونډه وکړه

sadam_morr
پنجشنبه ۱۴۰۱/۷/۲۸ - ۱۳:۱۳
---

د مهاجرينو او راستنېدونکو چارو سرپرست وزیر د پلاوي په ملتيا پکتيا ولايت ته سفر وکړ او هلته يې د سويل ختيځ زون د قومي شخړو د هواري شورا  د چارو او لاسته راوړنو څخه ليدنه وکړه.

نوموړي د سويل ختيځ زون د قومي شخړو د هواري شورا سره د پکتيا ولايت د منګل بلخيلو او خوست ولايت صبريو زمبر قومونو ترمنځ د شخړې پای ته رسولو په موخه خبرې اترې وکړې، او ويې وويل چې د يو ساعت لپاره د وينې تويدو بنديدل د الله تعالی لوی نعمت دی، موږ د شخړو د هواري په موخه سرتور سر، پښې ابلې او په ننواتې هر چا ته ورځو او ترې غواړو چې دښمني او تربګني په ورورولۍ بدله کړي.

نوموړي زياته کړه چې ا.ا.ا په پوره توان سره هڅه کوي چې د هيواد ټولې رامنځته شوې شخړې په سولييز ډول پای ته ورسوي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۷ - ۱۴:۴۶
Background image

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزیر محترم مولوي عبدالکبیر د پکتیا ولایت له مرستیال والي مولوي انعام الله صلاح الدین سره وکتل

په دې لیدنه کې، چې په پکتیا کې د راستنو شویو په اړه خبرې وشوې، مولوي انعام الله صلاح الدین په یاد ولایت کې د راستنو شویو لپاره د قطر لخوا د استوګنې د یوه ښارګوټي د رغنیزو چارو په اړه. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۷ - ۱۳:۴۶
Background image

مهاجرینو چارو وزارت کې دوه هوکړه‌لیکونه لاسلیک شول

مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت کې له احیای مجدد انصاري برای افغانستان او د کلیو او پرمختیايي پروګرام موسسو سره دوه هوکړه‌لیکونه لاسلیک شول.
دغه هوکړه لیکونه، چې د یو میلیون ۲۳ زره. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۶ - ۱۴:۲۴
Background image

د مهاجرینو چارو وزارت کې نږدې د ۳ میلیونو ډالرو پر ارزښت ۳ هوکړه‌لیکونه لاسلیک شول

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت او د انکشافي و اجتماعي رازي، بشري صلح سازان افغان، دوستي مردم فرانسه با افغان ها موسسو ترمنځ د ۲ میلیونه ۸۹۸ زره او ۹۴۷ امریکايي ډالرو پر ارزښت د. . .

بېرته خبرونه ته