د مهاجرينو او راستنېدونکو د ستونزو د حل په موخه د مهاجرينو چارو وزارت د مسلکي مرستيال او د ننګرهار ولايت د والي ترمنځ ناسته ترسره شوه

anwari_morr
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۷/۴ - ۱۴:۲۴
-

د مهاجرينو چارو وزارت د مسلکي مرستيال مولوي عبدالرحمن راشد او د رياست الوزرا له لوري د ګومارل شوي کمېسيون رئيس د تلې په ۳ مه د راستنېدونکو د وضعيت د لا ښه والي په موخه د ننګرار ولايت د والي مولوي محمد نعيم آخوندزاده سره ليدنه وکړه.
په ياده ناسته کې د مهاجرينو او راستنېدونکو پرستونزو خبرې وشوې او پرېکړه وشوه، چې لومړی دې د مهاجرينو چارو وزارت له بهرنيو چارو وزارت سره په همغږۍ د مهاجرينو ننګونو ته زياته پاملرنه وکړي.
همدارنګه پرېکړه وشوه، چې د دغه ولايت په مومند درې ولسوالۍ کې شاوخوا ۶۰۰ جريبه دولتي ځمکه کې د ۵۰۰ کورنيو له پاره  ترڅو چې دوی خپلو اصلي سيمو ته ستنېږي موقتي سرپناه جوړه کړي او د راستنېدلو له نېټې څخه تر یوې مياشتې پورې ور ته  خوراکي توکي هم چمتو شي او همدارنګه د پورتينو پرېکړو د پلي کولو په موخه د ننګرهار ولايت د والي ترڅارنې لاندې يوه کمېټه جوړه او د ولايتي کمېټې کاري پرمختګونه په پرلپسې ډول،  ټاکل شوي کمېسيون ته وړاندې کړي.
د یادولو وړ ده، چې د مهاجرينو چارو وزارت مسلکي مرستيال د رياست الوزرا د لار ښوونې پر اساس د يوه پلاوي په مشرۍ د يو شمېر وزارتونو د مرستيالانو او مستقلو رياستونو د رئيسانو سره درې ورځې وړاندې ننګرهار ولايت ته د پاکستان څخه د راستنېدونکو افغان مهاجرو د وضعيت او ستونزو د څېړلو په موخه  تللی.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۷ - ۱۴:۴۶
Background image

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزیر محترم مولوي عبدالکبیر د پکتیا ولایت له مرستیال والي مولوي انعام الله صلاح الدین سره وکتل

په دې لیدنه کې، چې په پکتیا کې د راستنو شویو په اړه خبرې وشوې، مولوي انعام الله صلاح الدین په یاد ولایت کې د راستنو شویو لپاره د قطر لخوا د استوګنې د یوه ښارګوټي د رغنیزو چارو په اړه. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۷ - ۱۳:۴۶
Background image

مهاجرینو چارو وزارت کې دوه هوکړه‌لیکونه لاسلیک شول

مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت کې له احیای مجدد انصاري برای افغانستان او د کلیو او پرمختیايي پروګرام موسسو سره دوه هوکړه‌لیکونه لاسلیک شول.
دغه هوکړه لیکونه، چې د یو میلیون ۲۳ زره. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۶ - ۱۴:۲۴
Background image

د مهاجرینو چارو وزارت کې نږدې د ۳ میلیونو ډالرو پر ارزښت ۳ هوکړه‌لیکونه لاسلیک شول

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت او د انکشافي و اجتماعي رازي، بشري صلح سازان افغان، دوستي مردم فرانسه با افغان ها موسسو ترمنځ د ۲ میلیونه ۸۹۸ زره او ۹۴۷ امریکايي ډالرو پر ارزښت د. . .

بېرته خبرونه ته