د غزني کډوالو ښارګوټي کې د کډوالو چارو وزارت د ځمکو د وېش تخنيکي څېړنه بشپړه شوه

sadam_morr
یکشنبه ۱۳۹۸/۶/۱۰ - ۱۴:۶
بررسی تخنیکی وزارت امور مهاجرین در مورد توزیع زمین در شهرک مهاجرین غزنی تکمیل شد


 په هغه ناسته کې چې د غزني د کډوالو ښارګوټي د څېړنې ټيم د پايلو د وړاندې کولو په موخه جوړه شوې وه په کې د کډوالو چارو وزارت د تفتيش رييس وويل، چې په ياد ښارکوټي کې د ولسمشر د ۱۰۴ مه ګڼه فرمان حلاف له اووه زره څخه زياتې استوګنيزې نمرې وېشل شوي دي.

هغه رزياته کړه چې د ۷ زره او ۶۴۷ نمرې ځمکه چې په ۱۳۸۴ او ۱۳۸۵ کلونو کې په هغه ښارکوټي کې وېشل شوې وې د څېړنې لاندې ونيول شوې ، چې له يادې ډلې څخه يې ۱۹۹۵ نمرې ځمکه هغو کسانو ته ورکړل شوې ، چې د کډوالۍ او راستنېدنې هيڅ قانوني اسناد نه لري، چې د ولايت مقام د حکم ، د شهيدانو کارت، د معلولينو کارت او د کډوالۍ جعلي فورمونو له مخې وېشل شوې دي.

همدارنګه ۶۵۲ نمرې ځمکه هغو کسانو ته ورکړل شوې چې د راستنېدنې او بېځايه کېدنې اسناد لري، خو په سمه توګه نه دې طی مراحل شوي او د ولسمشرۍ په ۱۰۴مه ګڼه فرمان کې د ذکرشوي کمېسيون تاييد هم نه لري.

د کډوالو چارو وزير سيد حسين عالمي بلخي له امنيتي او عدلي بنسټونو وغوښتل د هغو کسانو دوسيې چې ددې وزارت په راپور کې په سر غړونه تورن دې ويې څاري ، نوموړي د ښارجوړونې او د ځمکو د اصلاح ادارې څخه هم غوښتنه وکړه د ولسمشرۍ په حکم کې د ذکر شوې مودې څخه خپلې څېړنې بشپړې او ولسمرۍ ماڼۍ ته د لېږلو لپاره يې چمتو کړي.

په ياده ناسته کې د ښارجوړونې او ځمکو د اصلاح ادارې ستازو وويل، چې ددوی تخنيکي ټيم سيمې ته لېږل شوی او څېړنې يې پیل کړي دي.

دغه ناسته د تېرې شنبې په ورځ د وږي په ۹مه په کډوالو چارو وززارت کې د ګډوالو چارو وزير سيد حسين عالمي بلخي او د ټاکلې کمېټې د غړو په شتون کې ترسره شوه.

د غزني ولايت د کډوالو ښارګوټي تخنيکي څېړنه د فساد پر وړاندې د مبارزې او په کډوالو چارو وزارت کې د رونتيا رامنځ ته کولوپه موخه مخکې ددغې ادارې له لورې ولسمشرۍ ماڼۍ ته وړانديز شوې وه ، چې د هغوی د حکم له مخې د ياد ښارګوټي تخنيکي څېړنه دوام لري.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۸/۶ - ۱۴:۰
Background image

د مهاجرینو چارو وزارت او یوناما ترمنځ د راستنو شویو او بېځایه شویو د پالیسیو او لارښودونو نهايي کولو په اړه مشورتي ناستې وشوې

د وزارت د پلان او پالیسۍ او دایمي حل‌‌لارو موندنې رییسانو او د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو مرستندویه پلاوي(یوناما) د دایمي حل‌‌لارو سلاکارې اغلې فرحانه سټوکر ترمنځ ګډې مشورتي ناستې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۸/۵ - ۲۰:۵۵
Background image

د مهاجرینو چارو وزیر د کابل د جهادي مدرسې له مهتمم شیخ محمد ابراهیم او شیخ محمد فقیر محمدي سره وکتل

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزیر محترم مولوي عبدالکبیر نن په خپل کاري دفتر کې د کابل جهادي مدرسې له مهتمم شیخ محمد ابراهیم او شیخ محمد فقیر محمدي سره وکتل.
په پیل کې محترم شیخ محمد. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۸/۳ - ۱۰:۲۴
Background image

په ترکیه کې د مېشتو افغان کډوالو استازو د مهاجرینو چارو وزارت له لېږل شوي پلاوي سره وکتل

ترکیې هېواد ته د مهاجرینو چارو وزارت د مقام دفتر رییس ښاغلي مولوي سعید احمد بنوري پر مشرۍ، د یاد وزارت او بهرنیو چارو وزارت د لېږل شوي ګډ پلاوي د لیدنو په لړ کې دا ځل د ترکیې په انقره. . .

بېرته خبرونه ته