د رییس الوزرا سیاسي مرستیال د ننګرهار د تورخم له فرضي کرښې څخه لېدنه وکړه

anwari_morr
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۱۱/۲۴ - ۸:۴۵
-

 د ننګرهار ولایت د مهاجرینو چارو ریاست د معلوماتو پر بنسټ، د اسلامي امارت د سیاسي چارو مرستیال مولوي عبدالکبیر حیدري پرون د سلواغې پر ۲۳ مه نېټه د دغه ولایت د تورخم د فرضي کرښې په عمري کمپ کې د دولسو کمیټو له مسؤلینو، کمیشنر او راستنیدونکو افغانانو سره ولیدل.

 په دې لیدنه کې رييس الوزرا سياسي مرستيال دعمري کمپ ټولو مسوولينو او د مهاجرينو د چارو رييس ته د هر ډول مالي مرستو ډاډ ورکړ او زیاته یې کړه موږ به ستاسو تر څنګ یو، چې وکولای شو په ګډه د خلکو خدمت وکړو.

د ننګرهار د مهاجرینو رییس باز محمد عبدالرحمن د سیاسي مرستیال ته د ښه راغلاست ترڅنګ وويل: موږ خوښ يو، چې  تاسو تورخم ته په سفر راغلي یئ او د مهاجرینو ستونزې مو له نږدې وليدلي، موږ چمتو يو لکه څنګه، چې مو په دې برخه کې پخوا هم د خلکو خدمت کړی دی، اوس هم د هېوادوالو خدمت ته چمتو یو او د مهاجرینو سره به هېڅ ډول مرسته و نه سپموو.

 د يادونې وړ ده، چې د رییس الوزرا سياسي مرستيال په عمري کمپ کې هرې کورنۍ ته لس ــ لس زره افغانۍ نغدي مرسته ورکړه.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۸/۲ - ۱۱:۱۲
Background image

د مهاجرینو چارو وزیر د بلخ او کابل له والیانو سره وکتل

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزیر محترم مولوي عبدالکبیر نن په خپل کاري دفتر کې د بلخ او کابل له والیانو سره وکتل.
په پیل کې د بلخ والي ملا محمد یوسف وفا د شمالي ولایتونو د وضعیت په. . .

شنبه ۱۴۰۵/۸/۲ - ۱۰:۴۰
Background image

د مهاجرینو چارو وزارت پلاوي ترکيې ته د سفر په لړ کې د یاد هېواد د کډوالۍ ادارې له مرستیال سره وکتل

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت د مقام دفتر رییس ښاغلي مولوي سعید احمد بنوري پر مشرۍ د یاد وزارت او بهرنیو چارو وزارت ګډ پلاوي ترکيې ته د سفر په لړ کې د تلې په ۳۰مه د دغه هېواد د. . .

جمعه ۱۴۰۵/۸/۱ - ۱۲:۵۵
Background image

د مهاجرینو چارو وزیر د خوست له والي سره وکتل

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزیر محترم مولوي عبدالکبیر نن په خپل کاري دفتر کې د خوست له والي محترم مولوي عبدالرحمن حقاني سره وکتل.
په دغې لیدنه کې، چې په خوست کې د راستنو شویو . . .

بېرته خبرونه ته