د راستنېدونکو او بېځایه شوو خلکو لپاره د ثبت او راجسټریشن کاري پروسې ورکشاپ جوړ شو

anwari_morr
دوشنبه ۱۴۰۰/۳/۲۴ - ۱۶:۱۰
________

د راستنېدونکو او بېځایه شوو کسانو د راجسټریشن پروسې تر سرلیک لاندې ورکشاپ دغبرګولي په ٢٣مه او٢٤مه نېټه دکډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت د ټیکنالوژۍ ریاست لخوا په کډوالو وزارت کې ترسره شوچې پکې د راستنېدونکو دنوملیکنې او راجستر کولو دڅرنګوالي په اړه خبرې وشوې.

په دغه ورکشاپ کې دکډوالو او راستنېدونکوچارو وزارت دپالېسۍ مرستیال شېرعلم امله وال او یوشمېر رییسانو اوکارمندانو شتون درلود.

په یاد ورکشاپ کې ددراستنېدونکو اوبېځایه شوو دکاري پروسې،دځمکې غوښتونکو نوملیکنه او دتثبت او ملاتړ په اړه خبرې وشوې.

دپالېسۍ او پروګرامونو دپلي کېدو مرستیال چې په یاد ورکشاپ کې یې خبرې کولې وویل:دقیقو شمېرو او او راستنېدونکو اوبېځایه شوو ته دغوره لاسرسي لپاره اړتیاده چې کارکونکي دثبت او راجستر پروسې سره بلدتیاولري.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۸/۳ - ۱۰:۲۴
Background image

په ترکیه کې د مېشتو افغان کډوالو استازو د مهاجرینو چارو وزارت له لېږل شوي پلاوي سره وکتل

ترکیې هېواد ته د مهاجرینو چارو وزارت د مقام دفتر رییس ښاغلي مولوي سعید احمد بنوري پر مشرۍ، د یاد وزارت او بهرنیو چارو وزارت د لېږل شوي ګډ پلاوي د لیدنو په لړ کې دا ځل د ترکیې په انقره. . .

شنبه ۱۴۰۵/۸/۲ - ۲۱:۱۴
Background image

د مهاجرینو چارو وزیر له پخوانیو جهادي مشرانو او د تېرې ادارې له مسوولینو سره وکتل

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزیر محترم مولوي عبدالکبیر نن په خپل کاري دفتر کې له څو تنو پخوانیو جهادي مشرانو او د تېرې ادارې له مسوولینو سره وکتل.

په پیل کې راغلو حاضرینو او مشرانو. . .

شنبه ۱۴۰۵/۸/۲ - ۱۵:۱۸
Background image

له څلورو موسسو سره د شاوخوا ۲۰میلونو افغانیو او لسګونو زرو ډالرو پر ارزښت هوکړه لیکونه لاسلیک شول

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت کې له کوار، د افغان ماشومانو لپاره د المان کمېټه، بشري خیریه او د کلیو بیا رغونې پرمختیايي برنامې موسسو سره د ۱۹ میلیونو ۹۴۳ زره ۹۳۸ افغانیو او ۶۰. . .

بېرته خبرونه ته