د تدارکاتي چارو د ښه والي او ارزونې په موخه ناسته وشوه
د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت د مالي او اداري مرستیال مولوي کلیم الرحمن په مشرۍ د وزارت په مالي او اداري معینیت کې د دغه وزارت د تدارکاتو آمریت له کارکوونکو سره د تدارکاتي چارو د ښه والي او ارزونې په موخه ناسته وشوه.
د تدارکاتو آمریت کارکوونکو د تدارکاتو آمریت کړنې، فعالیتونه او پلانونه له ښاغلي کلیم سره شریک کړل او د موضوع په اړه یې خپل نظرونه څرګند کړل.
د وزارت مالي او اداري مرستیال له تعارف او پېژندګلو وروسته دوی ته لازمې لارښوونې وکړې او وې ویل: هر کار مو باید له اسلامي قوانینو سره برابر وي، چې لومړیتوبونه روښانه او په عملي توګه کار پرې وشي.
هغه زیاته کړه: د تدارکاتو د چارو د ښه والي لپاره په دې برخه کې د لا زیاتې همغږۍ او پوهاوي رامنځته کولو ته اړتیا ده.
دغه راز هر چاته چې مسولیت ور سپارل کېږي پکار ده، چې په اړونده برخه کې وړتیا او مهارت ترلاسه کړي.