د بې ځایه شویو او راستنېدونکو د اړتیاوو د پوره کولو هر اړخیز پلان د څلورو وزارتونو له استازو سره لاسلیک شو.

sadam_morr
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۱۲/۲۹ - ۲۱:۳۵
-
 
د راستنېدونکو او داخلي بې ځایه شویو د اړتیاوو د پوره کولو هر اړخیز پلان د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت په مسلکي معینیت کې د اقتصاد، مالیې، کرنې، کور او ښار جوړونې وزارتونو د استازو په شتون کې لاسلیک شو.
د وزارت مسلکي مرستیال مولوي عبدالرحمن راشد وویل: موږ کولای شو په دې پلان کې له یو بل سره په ګډو هڅو او ګډې همکارۍ سره د راستنېدونکو او داخلي بې ځایه شویو ستونزو ته په ښه توګه رسېدنه وکړو.
د دغو وزارتونو استازو په دې پلان کې ګډې موخې ته د رسېدو په موخه پر لا زياتې همکارۍ ټينګار څرګند کړ.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۳۰ - ۱۱:۱۰
Background image

د مهاجرینو چارو وزارت پلاوی د کډوالو ستونزو ارزولو په موخه ترکیې په سفر لاړ

د وزارت د مقام دفتر رییس ښاغلي مولوي سعید احمد بنوري پر مشرۍ یو پلاوی د کډوالو او بندیانو ستونزو ارزولو په موخه ترکیې ته په سفر لاړ.
دغه پلاوی به د ترکیې هېواد له چارواکو او د افغان. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۹ - ۱۵:۵
Background image

له همکارو بنسټونو سره دوه هوکړه‌لیکونه لاسلیک شول

د مهاجرینو چارو وزارت کې نن د جاپان خیریه مرستې او (OSAID) موسسو سره د ۲۹۸زره او ۷۶۳ امریکايي ډالرو پر ارزښت دوه هوکړه‌لیکونه لاسلیک شول.
د هوکړه‌لیکونو موخه په نیمرزو، هلمند او ننګرهار. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۹ - ۹:۲۵
Background image

د میدان وردګو مهاجرینو چارو امریت ته نوی امر ور وپېژندل شو

ښاغلی مولوي عبدالغني د یو لړ مراسمو په ترڅ کې د وزارت د مقام دفتر رییس ښاغلي مولوي سعید احمد بنوري له لوري د میدان وردګو مهاجرینو چارو د نوي امر په توګه وپېژندل شو.
ښاغلي بنوري په چارو. . .

بېرته خبرونه ته