د اور وژنې بالونونو د کارولو څرنګوالي معلوماتي ورکشاپ، د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت کې ترسره شو

sadam_morr
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۱۲/۲۱ - ۲۲:۵۳
_
یوه ورځنی معلوماتي ورکشاپ، د (د اور وژنې بالونونو د کارولو څرنګوالی) تر نوم لاندې، د کورنیو چارو وزارت اړوند پیښو ته د رسېدنې او اطفائیې ریاست په همکارۍ، د کډوالو او راستنیدونکو چارو وزارت یو شمېر کارکوونکو ته جوړ شو.
د کډوالو او راستنیدونکو چارو وزارت مالي او اداري مرستیال شیخ کلیم الرحمن فاني، د موضوع اړوند د اسلامي ارشاداتو له مخې خبرې وکړې او ویې ویل: "اسلام مقدس دین دی چې په هره برخه کې یې خپلو پیروانو ته لازمې لارښوونې کړې دي."
نوموړي زیاته کړه چې د ځان، مال او نورو د ساتنې لپاره هڅه کول، د مسلمانانو له مهمو دندو څخه دي.
محترم فاني همداراز وویل: "د ضرر دفع کول، د ژوند یو مهم او بنسټیز اصل دی او د ځان او نورو ساتنه لازمي او ضروري ده."
ورپسې د کډوالو او راستنیدونکو چارو وزارت د کارکوونکو رئیس مولوي سید مطیع الله خلوتي هم خبرې وکړې، او د دې ډول روزنیزو پروګرامونو ارزښت یې یاد کړ. هغه له ګډونوالو وغوښتل چې له دغه ورکشاپ څخه په سمه توګه ګټه پورته کړي.
په ورته مهال، د کورنیو چارو وزارت اړوند پیښو ته د رسیدنې او اطفائیې ریاست مسؤلینو، ګډونوالو ته د اور لګېدو، د هغې د مخنیوي، او د اور وژنې بالونونو د کارولو په اړه نظري او عملي معلومات وړاندې کړل.

 

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۳۰ - ۱۱:۱۰
Background image

د مهاجرینو چارو وزارت پلاوی د کډوالو ستونزو ارزولو په موخه ترکیې په سفر لاړ

د وزارت د مقام دفتر رییس ښاغلي مولوي سعید احمد بنوري پر مشرۍ یو پلاوی د کډوالو او بندیانو ستونزو ارزولو په موخه ترکیې ته په سفر لاړ.
دغه پلاوی به د ترکیې هېواد له چارواکو او د افغان. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۹ - ۱۵:۵
Background image

له همکارو بنسټونو سره دوه هوکړه‌لیکونه لاسلیک شول

د مهاجرینو چارو وزارت کې نن د جاپان خیریه مرستې او (OSAID) موسسو سره د ۲۹۸زره او ۷۶۳ امریکايي ډالرو پر ارزښت دوه هوکړه‌لیکونه لاسلیک شول.
د هوکړه‌لیکونو موخه په نیمرزو، هلمند او ننګرهار. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۹ - ۹:۲۵
Background image

د میدان وردګو مهاجرینو چارو امریت ته نوی امر ور وپېژندل شو

ښاغلی مولوي عبدالغني د یو لړ مراسمو په ترڅ کې د وزارت د مقام دفتر رییس ښاغلي مولوي سعید احمد بنوري له لوري د میدان وردګو مهاجرینو چارو د نوي امر په توګه وپېژندل شو.
ښاغلي بنوري په چارو. . .

بېرته خبرونه ته