د افغانستان د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزیر، محترم مولوي عبدالکبیر د ایران د بهرنیو چارو وزارت له سلاکار محمد رضا بهرامي، په کابل کې د ایران له سفیر علي رضا بیګدلي او مل پلاوي سره وکتل.

sadam_morr
شنبه ۱۴۰۴/۱/۱۶ - ۸:۱۱
_

په دې ناسته کې دواړو خواوو د دوه اړخیزو اړیکو، افغان کډوالو وضعیت او د بېرته راستنېدونکو افغان کډوالو د اسانتیاوو پر برابرولو بحث وکړ.
محترم مولوي عبدالکبیر راغلي پلاوي ته د ښه راغلاست ترڅنګ څرګنده کړه چې افغانستان او ایران دوه دوست او  ګاونډي هېوادونه دي، چې ډېر مشترکات لري. نوموړي د دواړو هېوادونو د اړیکو د لا پراختیا او پیاوړتیا پر اړتیا ټینګار وکړ او زیاته یې کړه چې د ایران د لوړپوړو چارواکو تکراري سفرونه دا ښيي چې ایران د افغانستان سره مثبتې او دوستانه اړیکې غواړي.
هغه له افغان کډوالو سره د ایران د مرستو او کوربه توب ستاینه وکړه او ویې ویل، ایران او پاکستان له تېرو څو لسیزو راهیسې د افغان کډوالو کوربه پاتې شوي دي. نوموړي غوښتنه وکړه چې له افغان کډوالو سره په چلن کې له لا زیات زغم او نرمۍ کار واخلي.
محترم مولوي عبدالکبیر وویل، اسلامي امارت غواړي چې کوربه هېوادونه افغان کډوالو ته وخت ورکړي، څو هغوی په داوطلب ډول هېواد ته راستانه شي. د دې لپاره اسلامي امارت ۴۶ ښارګوټي طرحه جوړه کړي چې په ځینو یې عملاً کار روان دی.
نوموړي وړاندیز وکړ چې د کډوالو چارو وزارت او د ایران اړوند چارواکي باید ګډې ناستې ولري، څو د افغان کډوالو د بېرته رلستنېدو لپاره تفاهم ته ورسېږي. هغه وویل، اسلامي امارت د هغو افغان کډوالو لپاره چې په ایران کې د اقامې قانوني موده یې پای ته رسېدلې، د قانوني اسنادو د برابرولو لپاره یو میکانیزم چمتو کوي، تر څو هغوی ته د پاتې کېدو قانوني زمینه برابره شي.
په دې ناسته کې د ایران اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزارت سلاکار، محمد رضا بهرامي، تهران ته د سفر لپاره محترم مولوي عبدالکبیر ته بلنه ورکړه او ویې ویل، له سفر وړاندې که د کډوالو د بېرته راستنېدو د څرنګوالي په اړه یو ګډ تفاهم ته  د رسېدو لپاره خپله طره له مخکې څخه شریکه شي دا به د کار له بهبود سره اساسي مرسته وکړي.
هغه له افغان کډوالو پر انساني چلند  ټینګار وکړ او د اسلامي امارت له لوري د ۴۶ ښارګوټو د جوړولو اقدام وستایه، او دا یې د کډوالو د بېرته ستنېدو لپاره یو مهم پرمختګ وباله. محمد رضا بهرامي وویل، دا مهال په ایران کې ۸ میلیونه افغان کډوال ژوند کوي، چې له دې جملې څخه ۴ میلیونه یې قانوني اسناد نلري او یا یې قانوني موده پوره شوې ده.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۲۰:۳۰
Background image

د مهاجرینو چارو وزیر په یوه ګډه ناسته کې د الفتح قول اردو له قومندان او د سرپل له والي سره وکتل

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزیر محترم مولوي عبدالکبیر نن په خپل کاري دفتر کې په یوه ګډه ناسته کې د الفتح قول اردو له قومندان ملا رحمت الله محمداکا او د سرپل له والي قاري بختیار معاذ. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۲ - ۱۵:۲
Background image

پروان کې له سلګونو راستنو شویو کورنیو سره د خوراکي توکو مرسته وشوه

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت په همکارۍ او نوښت نن په پروان کې له سلګونو راستنو شویو کورنیو سره د خوراکي توکو مرسته وشوه.
د پروان په مرکز چاریکار کې په دې اړه جوړه شوې برنامه کې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۱ - ۱۴:۵
Background image

د مهاجرینو چارو وزارت د بشري مرستو په برخه کې د شاوخوا ۴ میلیونو افغانیو پر ارزښت ۴ هوکړه‌لیکونه لاسلیک کړل

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت نن د بشري مرستو مشارکت د همغږۍ، هېواد ټولنیز او حرفوي، ټيري ډيس هوم او ولت هنګري هلفي موسسو سره د ۳ میلیونه ۹۵۱ زره او ۷۱۹ امریکايي ډالرو او ۴. . .

بېرته خبرونه ته