د ادارې او مدیریت د بنسټي اصولو په اړه درې ورځنی روزنیز ورکشاپ جوړ شو

sadam_morr
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۷/۱۷ - ۱۴:۵۳
-
 
 
د ادارې او مدیریت د بنسټي اصولو په برخه کې د پوهاوي د کچې د لوړولو په موخه د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت د بشري سرچینو ریاست د طرفیت لوړونې آمریت له لوري۴۰ تنو کارکوونکو ته درې ورځنی روزنیز ورکشاپ جوړ شو.
د دغه پروګرام په پيل کې د مهاجرينو او راستنېدونکو چارو وزارت مالي مرستیال شيخ کليم الرحمن فاني وويل: ډېر داسې مسایل شته چې خلک پرې نه پوهېږي چې د پوهېدا لپاره یې د يو بل همکارۍ ته اړتيا لري او د بنسټي اړتیاوو د پوره کولو لپاره ګام په ګام پوهې ته اړتیا ده او ټولو ته پکار ده، چې په خپل مسلک کې پوهه ولري.
ښاغلي فاني زیاته کړه: د هغو چارو په اړه چې تاسو ته سپارل شوي دي ځانونه پوه کړئ او دا پروګرام د کارکوونکو د ورځنيو کارونو د تطبیق او چمتو کولو لپاره مهم او اړین دی، چې کارونه په سمه توګه ترسره شي.
د وزارت د بشري سرچینو رییس مولوي سید مطیع الله خلوتي د ظرفیت لوړونې د پروګرامونو د ارزښت په اړه خبرې وکړې او زیاته یې کړه: موږ باید خپلو استعدادونو او ظرفیتونو ته زیاته پاملرنه وکړو، چې په راتلونکي کې ټولنې ته بریالي او مسلکي مدیران وړاندې کړو او د هیواد راتلونکی ښه کړو.
نوموړي د دغه روزنيز ورکشاپ جوړول ارزښتناک وګڼل او له دغه پروګرام څخه يې پر اعظمي ګټنې ټينګار وکړ.
د ادارې او مدیریت د بنسټونو اصول او مهم عناصر به یې د پوهنې ریاست له لوري درې ورځې په پریزنټیشن کې ګډ‌ونوالو ته تشریح شي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۷ - ۱۴:۴۶
Background image

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزیر محترم مولوي عبدالکبیر د پکتیا ولایت له مرستیال والي مولوي انعام الله صلاح الدین سره وکتل

په دې لیدنه کې، چې په پکتیا کې د راستنو شویو په اړه خبرې وشوې، مولوي انعام الله صلاح الدین په یاد ولایت کې د راستنو شویو لپاره د قطر لخوا د استوګنې د یوه ښارګوټي د رغنیزو چارو په اړه. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۷ - ۱۳:۴۶
Background image

مهاجرینو چارو وزارت کې دوه هوکړه‌لیکونه لاسلیک شول

مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت کې له احیای مجدد انصاري برای افغانستان او د کلیو او پرمختیايي پروګرام موسسو سره دوه هوکړه‌لیکونه لاسلیک شول.
دغه هوکړه لیکونه، چې د یو میلیون ۲۳ زره. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۶ - ۱۴:۲۴
Background image

د مهاجرینو چارو وزارت کې نږدې د ۳ میلیونو ډالرو پر ارزښت ۳ هوکړه‌لیکونه لاسلیک شول

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت او د انکشافي و اجتماعي رازي، بشري صلح سازان افغان، دوستي مردم فرانسه با افغان ها موسسو ترمنځ د ۲ میلیونه ۸۹۸ زره او ۹۴۷ امریکايي ډالرو پر ارزښت د. . .

بېرته خبرونه ته