د اداري اصلاحاتو، ملکي خدمتونو او څلور نورو حکومتي ادارو سره پرېکړه لیکونه او هوکړه لیکونه امضا شول.

sadam_morr
سه‌شنبه ۱۴۰۱/۳/۱۰ - ۱۵:۳۴
امرالله میرنی
د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو ادارې دوه د همکارۍ پرېکړه لیکونه د لوړو زده کړو وزارت او مهاجرینو او بېرته راستنېدونکو چارو له وزارت سره، او د همکارۍ دوه هوکړه لیکونه د لوړو زده کړو وزارت او د تخنیکي او مسلکي تعلیم له ادارې سره امضا کړل.
پرېکړه لیکونه د هغو پروسو په اړه ول چې مخکې پرې خبرې شوې وې ، او هوکړه لیکونه د هغو پروسو په اړه وه چې نوې خبرې پرې روانې دي دسه شنبې ورځ د غرمې نه مخکې په یوه خبري غونډه کې د اسلامي امارت د اطلاعاتو او رسنیو په مرکز کې لاسلیک شوې.
هغه پرېکړه لیک چې د اداري اصلاحاتو رئيس مولوي عبدالحنان عارف الله او د مهاجرینو او بېرته راستنېدوکو چارو وزارت د سرپرست الحاج خلیل الرحمن حقاني لخوا ترمنځ لاسلیک شو، د دواړو ادارو نه جوړه شوې کاري کمیټه مکلفوي، چې د خدماتو د وړاندې کولو په ښه والي، د بېرته راستنېدونکو او داخلي بېځایه شویو لپاره د بشري مرستې په اصلاحي طرحه کې په مرکز او ولایاتو کې مرسته وکړي.
الحاج خليل الرحمن حقاني د خپلو خبرو په اوږدو کې وويل: زموږ ټول هڅې د بې وزلو، بې ځايه شويوو، زيانمنو کورنيو سره دي، الحمدالله کله چې امارت اسلامي حاکم شوى ده، موږ د افغانستان ٣٤ ولايتو لپاره د يو شفافې پروسې له مخې مرستې کړي چې له دغه جملې څخه مو يونيم ميلون خلګو سره په کابل ولايت کې کړې دي او د دغـو مرستو د دوام لپاره به په ګډه همکارۍ خپلې هڅې جاري ساتو تر سو د خپل درديدلي ولس لپاره د خدمت جوګه شوو.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۷ - ۱۴:۴۶
Background image

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزیر محترم مولوي عبدالکبیر د پکتیا ولایت له مرستیال والي مولوي انعام الله صلاح الدین سره وکتل

په دې لیدنه کې، چې په پکتیا کې د راستنو شویو په اړه خبرې وشوې، مولوي انعام الله صلاح الدین په یاد ولایت کې د راستنو شویو لپاره د قطر لخوا د استوګنې د یوه ښارګوټي د رغنیزو چارو په اړه. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۷ - ۱۳:۴۶
Background image

مهاجرینو چارو وزارت کې دوه هوکړه‌لیکونه لاسلیک شول

مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت کې له احیای مجدد انصاري برای افغانستان او د کلیو او پرمختیايي پروګرام موسسو سره دوه هوکړه‌لیکونه لاسلیک شول.
دغه هوکړه لیکونه، چې د یو میلیون ۲۳ زره. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۶ - ۱۴:۲۴
Background image

د مهاجرینو چارو وزارت کې نږدې د ۳ میلیونو ډالرو پر ارزښت ۳ هوکړه‌لیکونه لاسلیک شول

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت او د انکشافي و اجتماعي رازي، بشري صلح سازان افغان، دوستي مردم فرانسه با افغان ها موسسو ترمنځ د ۲ میلیونه ۸۹۸ زره او ۹۴۷ امریکايي ډالرو پر ارزښت د. . .

بېرته خبرونه ته