دکډوالو چارو وزارت دشمالي وزيريستان بېځايه شوو ته د ښې رسېدنې په موخه ناسته و کړه

sadam_morr
پنجشنبه ۱۳۹۸/۳/۹ - ۲۲:۳۸
این جلسه روز چهارشنبه 8 جوزای سال روان تحت ریاست داکتر عالمه معین امور پناهندگان وزارت امور مهاجرین و عودت کنندگان در مقر این وزارت دایر شد.

دغه ناسته دتېرې چهارشنبې په ورځ د غبرګولي په ۸ مه دکډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت د پناه غوښتونکو مرستيالې په مشرۍ په ياد  وزارت کې ترسره شوه.

په کابل کې دملګرو ملتونو دکډوالو ادارې (UNHCR) د دفتر رئيسې اغلې کرولاين ون بيورن، دقومونو او قبايلو چارو وزارت مرستيال محمد يعقوب احمدزي، دملي امنيت شورا  او ملي امنيت د رياست استازو هم په دغه ناسته کې شتون درلود، چې پکې  په خوست ولايت کې دشمالي وزيرستان بېځايه شوو ته درسېدنې او مديريت په اړه خبرې اترې وشوې.

د پناه غوښتونکو چارو مرستيالې په خوست ولايت کې دملګروملتوونو دکډوالو ادارې د دفتر له تړلو څخه د اندېښنې ترڅنګ د شمالي وزيرستان بېځايه شوو سره دهغې ادارې دهمکاريو غوښتنه وکړه او ويې ويل، چې د هغو کورنيو دماشومانو دښوونې او روزنې او ښوونځيوته دهغوی دلاس رسي موضوع مهمه ده. هغې د قومونو او قبايلو چارو زارت څخه وغوښتل چې ددغه کورنيو ماشومانو دې ددوی په ښوونځيو کې شامل کړي.

په کابل کې دملګرو ملتونو دکډوالو ادارې (UNHCR ) رئيسې وويل، په خوست ولايت کې ددوی دفتر د جون د ۳۰مې نېټې څخه د زيات لګښت له امله تړل کېږي. خو دشمالي وزيرستان بېځايه شوو سره به ددغې ادارې مرستې له کابل څخه هماهنګې شي. هغې زياته کړه په هغو سيموکې د بېځايه شوو لپاره ښوونځيو پراختيا موندلې او هلته يو حرفوي ښوونيز مرکز هم زياتوو. زموږ مرستې د روغتيا او پوهنې په برخه کې دي او دوام به وکړي.

په ناسته کې روښانه شوه چې په ټوله کې په خوست او پکتيا ولايتونوکې دشمالي وزيرستان ۶۲ زره بېځايه شوي  کسان ژوند کوي.

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۴ - ۱۵:۱
Background image

د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو د عالي کمېشنرۍ مرستیاله: د بودیجې له زیاتوالي سره به له کډوالو سره مرستې زیاتې شي

پورته ټکی د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو د عالي کمېشنرۍ(UNHCR) مرستیالې اغلې وینسا مټر بولي د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت د دفتر رییس ښاغلي سعید احمد بنوري سره په لیدنه کې. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۷ - ۱۴:۴۶
Background image

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزیر محترم مولوي عبدالکبیر د پکتیا ولایت له مرستیال والي مولوي انعام الله صلاح الدین سره وکتل

په دې لیدنه کې، چې په پکتیا کې د راستنو شویو په اړه خبرې وشوې، مولوي انعام الله صلاح الدین په یاد ولایت کې د راستنو شویو لپاره د قطر لخوا د استوګنې د یوه ښارګوټي د رغنیزو چارو په اړه. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۷ - ۱۳:۴۶
Background image

مهاجرینو چارو وزارت کې دوه هوکړه‌لیکونه لاسلیک شول

مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت کې له احیای مجدد انصاري برای افغانستان او د کلیو او پرمختیايي پروګرام موسسو سره دوه هوکړه‌لیکونه لاسلیک شول.
دغه هوکړه لیکونه، چې د یو میلیون ۲۳ زره. . .

بېرته خبرونه ته