دکډوالو چارو وزارت  بېځايه شوو او راستنېدونکو ته د لاس رسي په موخه د همکاريو هوکړه ليک لاسليک کړ

sadam_morr
دوشنبه ۱۳۹۸/۷/۸ - ۱۳:۲۹

ياد هوکړه ليک دکډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت او د افغان کډوالو موسسې  له لورې  بېځايه شوو او راستنېدونکو ته ژوند د سطحې لوړولو او بېځايه شوو او راستنېدونکو ته د ښه لاس رسي په موخه لاسليک شو.

دغه هوکړه ليک د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت دحقوقي ملاتړ رئيس او مسولې ادارې ترمنځ د تېرې پنجشنبې په ورځ د تلې په ۴مه په کډوالو چارو وزارت کې لاسليک شو.

د دغې هوکړه ليک د لاسليکولو موخه د شريکانو د همکاريو پياوړي کول، پروژو، اړمنو خلکوته د غوړه خدمتونو، ددوی د ژوند د شرايطو ښه کولو، دکډوالو څخه ملاتړ، داخلي بېځايه شوو او راستنېدونکو ته په وخت  د مرستو رسول او اړمنو خلکو ته پروخت د غوره خدمتونو ترسره کول و.

د هوکړه ليک پر اساس به ذکر شوې موسسه دکډوالو او بېځايه شوو په برخه کې دخپلو پروژو د پلي کولو او دوی ته د فعاليتونو د ترسره کولو راپور دکډوالوچارو وزارت ته ورکوي او وزارت ته به دڅارنې زمينه برابروي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۸/۶ - ۱۴:۰
Background image

د مهاجرینو چارو وزارت او یوناما ترمنځ د راستنو شویو او بېځایه شویو د پالیسیو او لارښودونو نهايي کولو په اړه مشورتي ناستې وشوې

د وزارت د پلان او پالیسۍ او دایمي حل‌‌لارو موندنې رییسانو او د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو مرستندویه پلاوي(یوناما) د دایمي حل‌‌لارو سلاکارې اغلې فرحانه سټوکر ترمنځ ګډې مشورتي ناستې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۸/۵ - ۲۰:۵۵
Background image

د مهاجرینو چارو وزیر د کابل د جهادي مدرسې له مهتمم شیخ محمد ابراهیم او شیخ محمد فقیر محمدي سره وکتل

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزیر محترم مولوي عبدالکبیر نن په خپل کاري دفتر کې د کابل جهادي مدرسې له مهتمم شیخ محمد ابراهیم او شیخ محمد فقیر محمدي سره وکتل.
په پیل کې محترم شیخ محمد. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۸/۳ - ۱۰:۲۴
Background image

په ترکیه کې د مېشتو افغان کډوالو استازو د مهاجرینو چارو وزارت له لېږل شوي پلاوي سره وکتل

ترکیې هېواد ته د مهاجرینو چارو وزارت د مقام دفتر رییس ښاغلي مولوي سعید احمد بنوري پر مشرۍ، د یاد وزارت او بهرنیو چارو وزارت د لېږل شوي ګډ پلاوي د لیدنو په لړ کې دا ځل د ترکیې په انقره. . .

بېرته خبرونه ته