ایراني پلاوي د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزير سره ولیدل

sadam_morr
شنبه ۱۴۰۳/۸/۲۶ - ۱۰:۲۹
-
د ایران هېواد د عدلیې وزارت د بشري حقونو او نړیوالو چارو مرستیال او د افغان بندیانو د انتقال کمېټې مشر ښاغلي عسکر جلالیان په مشرۍ ددغه هېواد پلاوي د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو له وزیر الحاج خلیل الرحمن حقاني سره دده د کار په دفتر کې ولیدل.
په دغه ناسته کې د مهاجرینو چارو وزارت مسلکي مرستیال مولوي عبدالرحمن راشد، په ایران کې د افغانستان سفیر مولوي فضل محمد حقاني، د زندانونو چارو مسول حاجي مستري، د بهرنیو چارو وزارت او د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست استازو هم ګډون درلوده.
په یاده ناسته کې په یران کې د مهاجرينو په ستونزو، د جبري ویستلو په مخنیوي، د بندیانو انتقال، له مهاجرينو سره ښه چلند، د ناقانونه مهاجرت په مخنیوي، د ګډ ميکانيزم رامنځته کولو او په دغه هېواد کې د اتشو په ستونزو خبرې وشوې.
ښاغلي جلالیان په خپلو خبرو کې وویل: ایران د افغانانو ترڅنګ د نورو هېوادونو د مهاجرینو هم کوربه دی او ددغه هېواد حکومت پریکړه کړې، چې ټول قانوني او غیر قانوني مهاجرین تنظیم کړي. په دې برخه کې د مهاجرینو ستونزو ته د رسیدنې په موخه که د مهاجرینو په اړه هره طرحه، وړاندیز او مشوره لرئ، مونږ ته یې راوليږئ.
د مهاجرینو چارو وزیر په خپلو خبرو کې د ایران له اوږده کوربتوب مننه وکړه او د لا زیات زغم تمه یې څرګنده کړه.
ښاغلي حقاني وویل: د مهاجرینو په اړه یو اړخیزه پریکړه بې ګټې ده او د مهاجرینو حقوقو ته زیان اړوي له همدې امله باید یوه ګډه کمیټه او ګډ میکانیزم جوړ شي، تر څو مهاجرین له خپلو حقوقو برخمن او د راستنېدنې په پروسه کې اسانتیاوې رامنځته شي.
ښاغلي حقاني له ایران هېواد څخه وغوښتل، چې له غیر قانوني کډوالو سره هم له زغم څخه کار واخلي او ناوړه چلند ورسره ونکړي.
په ناسته کې دواړو لوریو په ګډه همکارۍ او د همغږۍ لا زیاتولو په موخه په مسلسلو ناستو ټینګار وکړ.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۷ - ۱۴:۵۳
Background image

په مهاجرینو وزارت کې د ګډو برنامو د پیاوړتیا په موخه د همکارۍ هوکړه‌لیک لاسلیک شول

د خدمتونو او همغږۍ پیاوړتیا په موخه له اداره باز سازي دهات افغانستان، واسا موسسو او د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت ترمنځ د ۲۵ میلیونو ۴۵۹ زره ۸۱۲ افغانیو په ارزښت د همکارۍ دوه. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۶ - ۱۴:۵۱
Background image

د مهاجرینو وزارت معین په کاري چاپېریال کې له حسد او کینې څخه پر لریوالي ټینګار وکړ

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت مالي او اداري معین محترم شیخ کلیم الرحمن فاني په کاري فضا کې له حسد او کینې پر لریوالي، همدردۍ او د همکارۍ روحیې پر پیاوړتیا خبرې وکړې.
ښاغلي فاني د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۲ - ۱۵:۱۹
Background image

په مهاجرینو وزارت کې د همکارۍ دوه هوکړه‌لیکونه لاسلیک شول

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت او هاجر افغانستان موسسې او د افغانستان پیاوړتیا او اقلیم د نوښت موسسې ترمنځ د ګډو همکاریو پراختیا او فعالیتونو پیاوړتیا په موخه د همکارۍ دوه هوکړه. . .

بېرته خبرونه ته