افغانستان کې د ایران سفارت سرپرست د مهاجرینو وزیر د شهادت په اړه تسلیت ووایه

sadam_morr
یکشنبه ۱۴۰۳/۱۰/۱۶ - ۱۰:۱۷
په کابل کې د ايران د اسلامي جمهوريت د سفارت چارسمبالي علي رضا بيکدلي د مهاجرينو د چارو د وزارت مسلکي مرستیال ته په یوه پيغام کې د مهاجرينو او راستنېدونکو چارو د وزير الحاج خليل الرحمن حقاني په شهادت خواشيني څرګنده کړه او د نوموړي په پیغام کې داسې راغلي دي:
د افغان مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت مسلکي مرستیال محترم مولوی صاحب عبدالرحمن راشد!
زه تاسو او ستاسو همکارانو ته د هغې وروستۍ تروریستۍ پېښې له امله چې د افغانستان د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت سرپرست حاجي خلیل الرحمن حقاني او نورو همکارانو خپل ژوند پکې له لاسه ورکړ، د تسلیت مراتب وړاندې کوم.
د ایران اسلامي جمهوریت لومړنی هېواد وو، چې پر مهاجرینو وزیر ترورستي برید یې وغانده او د افغانانو لپاره یې د یو اباد او سرلوړي افغانستان هیله څرګندوي او په دې برخه کې به له هیڅ ډول همکارۍ دریغ ونه کړي.

 

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۳۰ - ۱۱:۱۰
Background image

د مهاجرینو چارو وزارت پلاوی د کډوالو ستونزو ارزولو په موخه ترکیې په سفر لاړ

د وزارت د مقام دفتر رییس ښاغلي مولوي سعید احمد بنوري پر مشرۍ یو پلاوی د کډوالو او بندیانو ستونزو ارزولو په موخه ترکیې ته په سفر لاړ.
دغه پلاوی به د ترکیې هېواد له چارواکو او د افغان. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۹ - ۱۵:۵
Background image

له همکارو بنسټونو سره دوه هوکړه‌لیکونه لاسلیک شول

د مهاجرینو چارو وزارت کې نن د جاپان خیریه مرستې او (OSAID) موسسو سره د ۲۹۸زره او ۷۶۳ امریکايي ډالرو پر ارزښت دوه هوکړه‌لیکونه لاسلیک شول.
د هوکړه‌لیکونو موخه په نیمرزو، هلمند او ننګرهار. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۹ - ۹:۲۵
Background image

د میدان وردګو مهاجرینو چارو امریت ته نوی امر ور وپېژندل شو

ښاغلی مولوي عبدالغني د یو لړ مراسمو په ترڅ کې د وزارت د مقام دفتر رییس ښاغلي مولوي سعید احمد بنوري له لوري د میدان وردګو مهاجرینو چارو د نوي امر په توګه وپېژندل شو.
ښاغلي بنوري په چارو. . .

بېرته خبرونه ته