د کډوالو چارو وزارت د همکارۍ دری هوکړه لیکونه لاسلیک کړل

anwari_morr
Mon, Jul 07 2025 1:49 PM
_
د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت د همکارۍ دری هوکړه لیکونه د ۲ میلیونه ۶ لکه ۴۴ زره او ۴۱۳ ډالرو په ارزښت د بشري حقونو د څېړنې او دفاع موسسې، د افغانستان لپاره د انصاري بیا احیا موسسې او د بشري مرستو د همغږۍ موسسې سره لاسلیک کړل.
د لاسلیک شویو هوکړه لیکونو پر بنسټ به دغه پیسې د ۲۵۸۵۲۹ کسانو او ۲۴۰۰ بې ځایه شویو، راستنېدونکو او اړمنو کورنیو ته به د عامه پوهاوي، د نغدي مرستو د وېش د پروسې اسانولو، غیر خوراکي توکو، د پیسو په بدل کې کار، نغدې مرستې، د مشورې او حقوقي ملاتړ په برخو کې به په کابل، خوست، هرات، فراه، بادغیس، غور، پکتیا، پکتیکا، غزني، بامیان، دایکندي، کندهار، هلمند، ارزګان، زابل، نیمروز، بلخ، فاریاب، جوزجان، سمنگان، بغلان، کندز، تخار، بدخشان، ننګرهار، لغمان، کونړ او نورستان ولایتونو کې په مصرف ورسوي.

 

Latest news

Wed, Mar 23 2022 9:28 PM
Background image

A training workshop was held for the heads of the Ministry of Refugees

The Ministry of Refugees, in collaboration with the United Nations High Commissioner for Refugees (UNHCR), organized a three-day training workshop for its Heads and Second Units on the. . .

BACK TO NEWS