په بادغیس ولایت کې د همغږۍ غونډه وشوه
د سرطان په ۴ مه په بادغیس ولایت کې د راستنېدونکو کورنیو د ستونزو د حل په موخه د همغږۍ غونډه وشوه، چې پکې د ملګرو ادارو استازو هم ګډون درلود.
په پیل کې د مهاجرینو چارو آمر مولوي نیک محمد حبیب د راستنېدونکو کورنیو د ستونزو په اړه معلومات وړاندې کړل، ورپسې، د غونډې غړو د پورته ذکر شویو کورنیو د ستونزو د حل په اړه خپل نظرونه وړاندې کړل او پریکړه وشوه؛ څرنګه چې په بادغیس ولایت کې د مهاجرینو ښارګوټی نه شته، نو د پورته ذکر شویو کورنیو د ستونزو د حل له پاره باید یو کمپ جوړ شي.