په سرپل ولایت کې ۱۸۳ کورنیو مرسته ترلاسه کړه

anwari_morr
-
د چنګاښ میاشتې په ۳مه نیټه په سرپل ولایت کې ۱۸۳ کورنیو ته نغدي او غیر نغدي مرستې وويشل شوې.
دغه کورنۍ، چې له دې وړاندې د سرپل ولایت په کوهستانات ولسوالۍ کې پېژندل شوې وې، چې وروسته د همکارو بنسټونو له لوري په دوو برخو کې یې مرستې تر لاسه کړې. یوې ډلې کورنیو ته ۱۹ زره او ۲۲۳ افغانۍ او ځینو نورو کورنیو ته ۱۴ زره او ۳۲ افغانۍ او ۵ پنځه تختې کمپلې پرې ووېشل شوې.