په بادغیس ولایت کې همکارو بنسټونو سره د همغږۍ غونډه وشوه
د غوایي میاشتې په ۱۶ مه نیټه د بادغیس ولایت د کډوالو امر الحاج مولوي نیک محمد خبیب او د واسا او وارچایلډ بنسټونو مسوولینو ترمنځ د همغږۍ غونډه وشوه.
په دې ناسته کې د بادغیس ولایت په بېلابېلو ولسوالیو کې د راستنېدونکو او داخلي بېځایه شویو کسانو د ستونزو په اړه بحث او نظرونه تبادله شول او د پروژو د پلي کولو په اړه اړینې پرېکړې وشوې.