د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو سرپرست وزیر محترم مولوي عبدالکبیر د پکتیا ولایت له والي مولوي مهرالله حماد سره وکتل.

ښاغلي حماد په پکتیا کې د کډوالو لپاره د ځانګړي شوي ښارګوټي د پر مخ تللو چارو په هکله محترم مولوي عبدالکبیر ته معلومات ور کړل او زیاته یې کړه، چې په پکتیا کې د ښارګوټي کارونه بشپړ شوي او پرانیسته به یې وشي.
همدارنګه ښاغلي حماد په یاد ولایت کې له کډوالو سره د مرستې او په لنډمهاله پنډغالي کې د اړینو اسانتیاوو چمتو کولو یادونه وکړه او وړاندېز یې وکړ چې د یو شمېر بې وزلو لاس نیوی او د کورو په رغولو کې دې ورسره مرسته وشي.
محترم مولوي عبدالکبیر له افغان مهاجرینو سره د مرستې او هغوي ته د اسانتیاوو چمتو کولو په برخه کې د اسلامي امارت د مسوولینو هڅې وستایلې او زیاته یې کړه، چې په ښارګوټو کې د ځمکو په ویش سره به د کډوالو ډېرې ستونزې هوارې شي.
محترم وزیر وویل، چې اسلامي امارت د کډوالو د ښارګوټو رغولو ته هڅې پيل کړې او تمه ده چې مرستندویه ادارې او بنسټونه هم په دې برخه کې مرستې وکړي.