په میدان وردګ ولایت کې د کډوالو په میشت غالي کې د راستنېدونکو معالجه او درمل پرې وویشل شوه

sadam_morr
د غوایي میاشتې په ۷ مه نییټه د میدان وردګ ولایت د کډوالو چارو آمراو د همکارو بنسټونو مسوولینو او ډاکټرانو د سرکوتل ښارګوټي له کډوالو سره وکتل او د هغوی لپاره یې درمل او اړین توکي چمتو او ورته وویشل شول.
د یادونې وړ ده چې تېره اوونۍ په پای کې د کډوالو چارو آمر مولوي عبدالرحمن هاشمي او د عامې روغتیا رییس دوه ځله د کډوالو روغتیايي وضعیت معاینه کړی و، چې ډېرۍ کډوال د هوا د بدلون له امله ناروغه شوي وو او په وخت یې درملنه ترلاسه کړه.