۱۷۵ تنه افغان کډوال چې په پاکستان کې بندیان وو، له آزادېدو وروسته هېواد ته راستانه شول

sadam_morr
پرون سه شنبه د ١٤٠٤ لمریز کال غوایي د میاشتې په ٢مه ١٧٥ تنه افغان کډوال چې په پاکستان کې بندیان وو، له بنده آزاد او هېواد ته راستانه شول.
د سپین بولدک د سرحدي آمریت د ثبت او هرکلي کمېټې د معلوماتو له مخې، یاد کسان د پاکستان د بېلابېلو سیمو څخه نیول شوي وو او د یو نه تر څلورو ورځو پورې بندي پاتې شوي وو.
یاد کسان تر ثبت او بشري مرستو تر لاسه کولو وروسته خپلو اصلي سیمو ته انتقال شول.