په فاریاب ولایت کې د کډوالو د ستونزو د حل لپاره د مسؤولینو ناسته وشوه

د وري میاشتې په ۳۰ مه نیټه د فاریاب ولایت د کډوالو او راستنېدونکو رییس الحاج داملا سیف الدین جهادي، د اقتصاد رئیس او د خوړو نړیوال سازمان د شمال زون د دفتر مسؤولینو د ولایت مقام له مرستیال والي الحاج مولوي حمیدالله ارشاد سره وکتل.
په دې ناسته کې د مهاجرینو او بې ځایه شویو ستونزو حل او د دوی د ژوند د ښه والي لپاره د همکارۍ پر اړتیا خبرې وشوې. مرستیال والي ټینګار وکړ، چې باید د مهاجرینو ستونزو ته جدي پاملرنه وشي او د ټولو اړوندو بنسټونو ترمنځ همغږي زیاته شي. د خوړو نړیوال سازمان د دفتر مسؤول انجنیر احمد جاوید مصلح د مهاجرینو د ستونزو حل او اقتصادي پرمختګ لپاره د بشپړې همکارۍ ژمنه وکړه.