د کډوالو او راستنېدونکیو چارو وزیر د کورنیو چارو له وزیر سره ولیدل

sadam_morr
Sat, Apr 12 2025 8:05 PM
-

د کډوالو او راستنېدونکیو چارو سرپرست وزیر محترم مولوي عبدالکبیر د کورنیو چارو له سرپرست وزیر محترم خلیفه سراج الدین حقاني، د دغه وزارت له لومړي مرستیال محمد نبي عمري او د ملي دفاع وزارت د لوی درستیز مرستیال حاجي مالي خان سره ولیدل.
په دې لیدنه کې د هېواد پر وروستیو تحولاتو او کډوالو ته د رسیدګۍ پر چمتووالي بحث وشو.
محترم مولوي عبدالکبیر وویل، چې په ټولو ولایاتو او بنادرو کې د کډوالو لپاره چمتوالی نیول شوی دی.

هغه له ولسونو، شتمنو هېوادوالو او امنیتي ادارو څخه وغوښتل چې له راستنېدونکیو افغانانو سره تر خپل توانه مرسته وکړي.

Latest news

BACK TO NEWS