دكډوالو او راستنبدونكو چارو وزير محترم مولوي عبدالكبير، په كابل كې د ازبكستان له سفير ايبك عثمانوف سره وكتل.

sadam_morr
Fri, Apr 11 2025 8:35 PM
_

په دي ناسته كې ښاغلي عثمانوف د افغانستان او ازبكستان ترمنځ د اړيكو په پراختيا د ټينكار ترڅنګ وويل، چي هېواد يې له افغانستان سره د پراختيايي پروژو د شويو تړونونو د عملي كېدو هڅې كوي.
نوموړي وويل، د افغانستان او ازبكستان تر منځ د سوداګرۍ حجم ١,١ ميليارده ډالرو ته رسیدلی، چې راتلونکی کال به دوه ميليارده ډلرو ته لوړ شي.
په دې ناسته كې د كډوالو او راستنېدونكو چار وزير محترم مولوي عبدالكبير، د ازبكستان سفير ته د ښه راغلاست ترڅنګ، له افغانستان سره د تعامل لپاره د هغه هېواد د ولسمشر له څرګندونو هركلى وكړ
محترم مولوي عبدالكبير زياته كړه، چې اسلامي امارت له ازبكستان او نورو كاونډیو هېوادونو سره د اړيكو پراختیا غواړي. هغه د افغان ټرانس او نورو اقتصادي پروژو په پلي كېدو د تاكيد ترڅنګ وويل، چې افغانستان غواړي له سيمه ييزو هېوادونو سره د اقتصادي او سوداګريزو اړیكو په پراختيا له سيمه ييز ثبات سره مرسته وكري.
دكډوالو او راستنېدونكيو چارو وزير، د پاکستان له لوري دكډوالو په اجباري ايستلو نيوكه وكړه او ويې ويل، چې دا مهال په دغه هېواد كى افغان كډوال له سختو ستونزو سره مخ دي.

Latest news

BACK TO NEWS