د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو سرپرست وزېر محترم مولوي عبدالکبیر په خوست کې د نیازي قوم له یو شمېر علماو او قومي مشرانو سره وکتل.

sadam_morr
Tue, Jan 28 2025 1:57 PM
صدام انوری

په ناسته کې د نیازي قوم مخورو او علماو د یو لړ مسائلو په هکله خپلې مشورې او نظرونه له محترم وزېر سره شریک کړل او د اسلامي امارت د مشرانو لخوا یې د خلکو د غږ اورېدو له امله خوښي څرګنده کړه.
محترم وزېر د وینا پر مهال د خلکو غږ اورېدل د حکومت مسوولیت یاد کړ او وې ویل، چې په تېرو جهادي دوره کې د خوست ولس د خورا ډېرو تکلیفونو او قربانیو په ورکړې سره د اسلامي نظام په راتګ کې مهمه ونډه لري.
مولوي عبدالکبیر زیاته کړه، چې اسلامي امارت د علماو او قومي مشرانو سلا مشورو ته اړتیا لري او اسلامي نظام خپلې چارې د ولس په مشوره مخکې وړي.
د هغه په وینا چې اسلامي امارت د افغانستان د پرمختګ پر وړاندې خنډونه له منځه وړي او نړۍ هم پوهيدلې چې اسلامي امارت د افغانانو ښه استازولي کولای شي.

Latest news

Wed, Mar 23 2022 9:28 PM
Background image

A training workshop was held for the heads of the Ministry of Refugees

The Ministry of Refugees, in collaboration with the United Nations High Commissioner for Refugees (UNHCR), organized a three-day training workshop for its Heads and Second Units on the. . .

BACK TO NEWS