بلخ کې د يوه روغتيايي مرکز د جوړولو کار پيل شو
د بلخ ولایت د دهدادي ولسوالۍ په شیراباد کې د یوه روغتیايي مرکز د جوړولو چارې پیل شوې.
په دې مناسبت جوړو شويو مراسمو کې د دغه ولايت د مهاجرینو چارو رييس مولوي اسدالله وفا وويل: دغه روغتيايي مرکز د ۳۸۵ زره امريکايي ډالرو په ارزښت د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو د عالي کمېشنرۍ په مالي مرسته د امو ساختماني شرکت په همغږي جوړېږي. د بلخ د مهاجرینو چارو ریاست په مرسته به په ۲۴۳۲ متره مربع مساحت جوړ شي او په ۷ میاشتو کې به بشپړ شي.
د ښاغلي وفا په وينا، د دغه ساختماني شرکت کارکوونکي ټول راستانه شوي او د دوى چارې به د بلخ ولايتي کمېټې له خوا څارل کېږي.
د بلخ ولايت دعامې روغتيا رييس مولوي شيخ ميرصمد هم خبرې وکړې او ويې ويل : د دغه روغتيايي مرکز په جوړيدو سره به په روغتيايي برخه کې زموږ د زرګونو هېوادوالو ستونزې هوارې شي او له هر ډول روغتيايي خدمتونو څخه به برخمن شي.