نږدې وخت کې به راستنو شوو مهاجرینو ته د ځمکو ویش پیل شي

sadam_morr
Wed, Sep 25 2024 8:48 PM
-


د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو سرپرست وزیر الحاج خلیل الرحمن حقاني پنجشیر ولایت کې د نغدي مرستو او د چین لخوا د مرسته شوو خیمو د توزیع پرمهال رسنیو ته اوویل: د راستنو شوو مهاجرینو د دایمي ادغام لپاره ټول امکانات په کار اچول شوي، او ژر به د سرپناه لپاره پرې د ځمکو ویش پیل او ثبت شوي مهاجرین به ټول ترې برخمن شي
ښاغلي حقاني زیاته کړه، د چین لخوا مرسته شوي توکي ټولو ولایتونو لیږدول شوي او مونږ هڅه کوو، د راستنو شوو مهاجرینو او داخلي بېځایه شوو ټولې اړتیاوې پوره کړو
ښاغلي حقاني د پنجشیر ولایت له والي مولوي محمد اغا (حکیم صیب) سره هم ناسته وکړه او په دغه ولایت کې د مهاجرینو او داخلي بېځایه شوو په اړتیاو او د هغوی ستونزو ته په رسیدګۍ یې ورسره خبرې وکړې

Latest news

BACK TO NEWS