د قرآن کریم حفظ کول لوی فضیلت دی، خو اصل هدف د قرآن ترسیوري لاندې ژوند کول دي

sadam_morr
Fri, Sep 13 2024 8:01 PM
-
د پکتیا مرکز ګردیز، په جامعه دارالعلوم عثمانیه کې د حافظانو په فراغت غونډه کې د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو سرپرست وزیر الحاج خلیل الرحمن حقاني اوویل: که څه هم د قرآن کریم حفظ کول لوی فضیلت لري، خو د قرآن د نازلیدو لومړنی هدف په قرآن عمل کول او د اسلامي شریعت تر سیوري لاندې ژوند کول دی
د مهاجرینو چارو وزیر له علماو وغوښتل، چې کلیوالي مدرسې پیاوړې او لا زیاته توجه ورته وکړي، نوموړي له ولسونو هم وغوښتل، چې د مدرسو ملاتړ ته دوام ورکړي او خپلې مرستې ورسره د پخوا په څیر جاري وساتي
ښاغلي حقاني په خپلو خبرو کې د قومونو ترمنځ په اتفاق او یووالي ټینګار وکړ او زیاته یې کړه، هیچاته اجازه ورنکړئ، چې په قومي، ژبني او سمتي اختلافاتو مو وویشي
نوموړي ډاډ څرګند کړ، چې اسلامي امارت د هېواد ټولو سړکونو، بندونو، مکتبونو، کلینیکونو او ترانزیټي لارو جوړولو ته کلک هوډ لري او په خپل خپل وخت سره به د ملت ټولې هیله پوره کېږي

Latest news

Wed, Mar 23 2022 9:28 PM
Background image

A training workshop was held for the heads of the Ministry of Refugees

The Ministry of Refugees, in collaboration with the United Nations High Commissioner for Refugees (UNHCR), organized a three-day training workshop for its Heads and Second Units on the. . .

BACK TO NEWS