کندز کې د تلپاتې مېشتېدنې کمېټې اومه ناسته وشوه

د کندز ولايت د مرستيال والبي مولوي حبيب الرحمن صهيب په مشرۍ او د اړوندو دولتي ادارو او موسسو د استازو په شتون کې د راستنېدونکو او بېځايه شويو د تلپاتې مېشتېدنې کمېټې اومه ناسته د وږي پر یویشتمه وشوه.
د کندز ولايت د مهاجرينو رييس مولوي عبدالولي محمدي د راستنېدونکو او بې ځايه شويو د ستونزو په اړه خبرې وکړې او ستونزو ته د رسېدنې لپاره يې د ولايت مقام او مرستندویو بنسټونو د همکارۍ غوښتنه وکړه.
په ناسته کې د موسسو استازو هر یو خپل کاري پلانونه وویل او د ناستې په پای کې د کندز مرستیال والي د په ټولو برخو کې لازمې لارښوونې وکړې.