دغور ولایت د مهاجرینو آمر د مهاجرینو چارو وزارت له وزیر سره ولیدل

sadam_morr
Sat, Jul 27 2024 3:17 PM
-
د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزیر الحاج خلیل الرحمن حقاني نن د زمري شپږمه د غور ولایت د مهاجرینو چارو آمر انجینر میر احمد مصمم سره د خپل کار په دفتر کې ولیدل.
په دې لیدنه کې ښاغلي مصمم په غور ولایت کې له راستنېدونکو او بې ځایه شویو سره د شویو مرستو او خدمتونو په برخه کې د مهاجرینو چارو آمریت فعالیتونه له ښاغلي حقاني سره شریک کړل.
ښاغلي حقاني د دغه آمریت د ورځنیو کارونو کې پر روڼتیا، راستنېدونکو ته د لازیاتو ولسي خدمتونو او د هغوی لپاره د لازمو اسانتیاوو د برابرولو په برخه کې د مهاجرینو چارو د آمریت د کړنو ستاینه وکړه او دغه راز ښاغلي مصمم ته یې لازمې سپارښتنې وکړې.

 

Latest news

Wed, Mar 23 2022 9:28 PM
Background image

A training workshop was held for the heads of the Ministry of Refugees

The Ministry of Refugees, in collaboration with the United Nations High Commissioner for Refugees (UNHCR), organized a three-day training workshop for its Heads and Second Units on the. . .

BACK TO NEWS