جوزجان کې د بیامېشتېدنې اتمه ناسته وشوه

anwari_morr
-

په جوزجان ولایت کې د  چنګاښ پر دیارلسمه د دغه ولایت د مرستیال والي مولوي نورالدین عمیر په مشرۍ او د اړوندو ادارو، ملي او نړیوالو موسسو او خیریه بنسټونو د رییسانو په ګډون د ولایت د غونډو په تالار کې د ولایتي بیامېشتېدنې کمیټې اتمه ناسته وشوه.

د جوزجان د مهاجرینو چارو رییس ملا امان الله طلحه  په ډیټابیس سیسټم کې د راستنېدونکو وروستی ثبت شوی شمېر بیان کړ، هغه د خیریه موسسو او بنسټونو له مرستو یې مننه وکړه او دغه راز له راستنو شویو او له هغو کورنیو سره چې د قوش تېپې کانال په لاره کې یې کورونه ویجاړ شوي هم  د همکارۍ غوښتنه څرګنده کړه.

مرستیال والي زیانمنو شویو کورنیو ته د رسېدنې په برخه کې د مهاجرینو چارو ریاست او موسسو له همغږۍ او همکارۍ مننه وکړه او د لا دوام غوښتونکی شو.

په پای کې د هغو راستنو شویو د سروې او د لومړنیو اړتیاوو په اړه هم خبرې وشوې  او اړین تصمیمونه ونیول شول، چې په دې وروستیو کې له ګاونډیو هیوادونو څخه را ایستل شوي دي.