سلګونه مهاجرین په جبري توګه له پاکستان څخه راستانه شول
د ۱۴۰۳ لمریز کال د غبرګولي میاشتې په ۵ مه نیټه ۵۵۹ تنه افغان مهاجرین د تورخم او سپین بولدک فرضې کرښو له لارې هيواد ته راستانه شول.
د کندهار ولایت د سپین بولدک سرحدي آمریت د معلوماتو له مخې، ۷۰ کورنۍ چې ۳۷۰ تنه کېږي، او ۱۹ تنه راخلاص شوی زندانیان د دغه ولایت د فرضیې کرښې له لارې هیواد ته راستانه او په یاد آمریت کې تر ثبتېدو وروسته د نورو مرستو د لاسته راوړلو په موخه د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ، د مهاجرت او خوړو نړیوال سازمان دفترونو ته ور وپېژندل شوې او له ټولو کورنیو سره د اسلامي امارت له کړنلارې سره سم نغدی مرسته وشوه.
همدارنګه د ننګرهار ولایت د تورخم سرحدي آمریت د معلوماتو له مخې، ۳۶کورنۍ چې ۱۷۰ تنه کېږي، په جبري توګه له پاکستان څخه راستنې او په یاد آمریت کې تر ثبتېدو وروسته د نورو مرستو د لاسته راوړلو په موخه د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ او د مهاجرت نړیوال سازمان دفترونو ته ور وپېژندل شوې.