بغلان: د مهاجرینو چارو سرپرست د سیلاب ځپلو سیمو څخه لیدنه وکړه

sadam_morr
Sun, May 12 2024 8:07 PM
-
د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت سرپرست الحاج خلیل الرحمان حقاني او ورسره مل پلاوي د بغلان ولایت، مرکزي بغلان ولسوالۍ اړوند د سیلاب ځپلو مختلفو سیمو څخه لیدنه وکړه
په یاده لیدنه کې د مهاجرینو چارو وزیر د سیلاب له امله زیانمنو شوو کورنیو سره خپله خواخوږي شریکه کړه، شهیدانو ته یې د جنت الفردوس او زخمیانو ته د عاجلې شفا غوښتنه وکړه
د سیمې خلکو د مهاجرینو چارو وزیر له ورتګ څخه خوښي څرګنده کړه او خپلې ستونزې او غوښتنې یې ورسره شریکې کړې
د مهاجرینو چارو وزیر ډاډ ورکړ، چې د اسلامي امارت ټول ملکي او نظامي پرسونل ستاسو خدمت ته چمتو دی او ژر به ددوی ستونزو ته رسیدګي وکړي

Latest news

Wed, Mar 23 2022 9:28 PM
Background image

A training workshop was held for the heads of the Ministry of Refugees

The Ministry of Refugees, in collaboration with the United Nations High Commissioner for Refugees (UNHCR), organized a three-day training workshop for its Heads and Second Units on the. . .

BACK TO NEWS