د میز په سر لاپې نه وهو، څومره امکانات چې په واک کې لرو د سیلاب ځپلو لاسنیوی پرې کوو

sadam_morr
Sun, May 12 2024 2:15 PM
-

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو سرپرست وزیر الحاج خلیل الرحمن حقاني بغلان ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې د مرکزي بغلان، نهرین او برکي سیمو له سیلاب ځپلو سره په ناسته کې وویل: د ټولو ملکي او نظامي ادارو کاري ټیمونه لاس پکار دي او چمتو دي، چې ټولو زیانمنو سیمو ته خپل خدمات ورسوي
ښاغلي حقاني د سیلابونو له امله زیانمنو شوو کورنیو ته ډاډ ورکړ، چې اسلامي امارت ستاسو ترڅنګ ولاړ دی، "موږ یوازې د میز په سرلاپې نه وهو، بلکې څومره امکانات چې مونږ یې په لاس کې لرو د زیانمنو کورنیو لاسنیوی پرې کوو"
نوموړي په خپلو خبرو کې د هېواد له شتمنو، تجارانو او ټولو خیریه بنسټونو وغوښتل، چې د بغلان ولایت زیان ګالو کورنیو مرستې ته راودانګي او په هره برخه کې توان لري باید ددوی لاسنیوی وکړي
د یادونې وړ ده، چې د اسلامي امارت د نورو ادارو ترڅنګ د مهاجرينو او راستنېدونکو چارو وزارت سرپرست، او د یو شمیر ریاستونو رئیسان او کاري پرسونل ټول د بغلان ولایت سیلابځپلو سیمو کې حضور لري او زیانمنو کورنیو ته خپل خدمات ترسره کوي

Latest news

Wed, Mar 23 2022 9:28 PM
Background image

A training workshop was held for the heads of the Ministry of Refugees

The Ministry of Refugees, in collaboration with the United Nations High Commissioner for Refugees (UNHCR), organized a three-day training workshop for its Heads and Second Units on the. . .

BACK TO NEWS