غور کې بېځايه شوو کورنيوسره مرسته وشوه
د ACF، UNICEF موسسو له لورې د غور ولايت دکډوالو چارو آمر په همکارۍ ۱۱۶ بېځايه شوو کورنيوسره نغدي او غيرې نغدي مرسته وشوه.
يادې کورنۍ چې د جګړو له امله د دولينې، دولتيار او چهاسدې ولسواليو څخه ددې ولايت مرکز ته راکډه شوې وې د تېرې چهارشنبې په ورځ د غبرګولي په ۲۲مه ۴۶ کورنيو هرې کورنۍ ته د (ACF) موسسې لورې ۱۲۰۰۰ افغانۍ نغدي، پاتې نورو کورنيو ته د يونسيف موسسې له لورې ۵۰ کيلو اوړه، ۲۵ کيلو وريجې، ۵ کيلو غوړي، ۵ کيلو بوره دپخلنځي مکمل سامان الات او د کليو پراختيا رياست له لورې درې کمپلې او دوه ترپالونه مرسته ووېشل شوه.