۱۵ تنه افغان بندیان د پاکستان له مختلفو زندانونو ازاد شول

د پاکستان له مختلفو زندانونو څخه ازاد شوی ۱۵ تنه افغان بندیان د غویي د میاشتې پر ۱۳مه نیټه هېواد ته راستانه شول.
د ننګرهار ولایت د تورخم سرحدي آمریت د معلوماتو له مخې دغه کسان د قانوني اسنادو نه لرلو له امله له ۱۹ تر ۲میاشتو راهیسې بندیان وو.